BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, هند د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د قوي ملاتړ او د پاکستان د "سوداګریزې ترهګرۍ" پر غندلو ټینګار وکړ
د هند استازي پارواتانني هریش د ملګرو ملتونو په غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال د وروستیو بریدونو او د "افغان ښځو، ماشومانو او ورزشکارانو د وژنو" په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې باید د ملګرو ملتونو منشور ته بشپړ درناوی وشي او نړیوال قانون مراعات شي. نوموړي همدارنګه هغه څه وغندل چې هغه ورته "سوداګریزه او ترانزیتي ترهګري" ویلي.
"عالمانو شورا" پرېکړه: له افغانستانه بهر هېڅ افغان د "نظامي فعالیت" جواز نه لري
په کابل کې سلګونه دیني عالمانو چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي وو، په یوه پرېکړه لیک کې ویلي چې "هېڅ افغان" اجازه نه لري چې له افغانستانه بهر جګړو کې برخه واخلي. دې ناسته ته چې د طالبانو حکومت په نوښت جوړه شوې وه، د طالبانو حکومت د سترې محکمې مشر مولوي عبدالحکیم حقاني، د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي او د لوړو زدکړو وزیر ندا محمد ندیم په ګډون ځینې نور لوړ پوړي طالب چارواکي هم ورغلي وو.
یوناما ته د مجاهد غبرګون: د افغانانو هغه "ټول حقونه خوندي دي چې اسلامي شریعت ورکړي دي"
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د نننیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې په افغانستان کې د خلکو هغه "ټول حقونه تامین دي چې اسلامي شریعت ورکړي دي". په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یوناما وايي چې بشري حقونه "اختیاري" نه بلکې اړین دي خو لا هم "ګڼ افغانان، په ځانګړي ډول ښځينه ترې بې برخې دي". یوناما په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې له "نړیوالو مکلفیتونو" سره ځان برابر او د افغانانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې "کوټلي ګامونه" پورته کړي.
بشري حقونه: "زموږ د هرې ورځې اړتیا"
نن د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده. دا ورځ د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر پر لسمه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ لخوا د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې (UDHR) له تصویبېدو سره سمون لري چې د بشري تاریخ یوه له ډېرو مهمو لاسته راوړنو ګڼل کېږي. دا اعلامیه د عدالت، ازادۍ، برابرۍ او انساني کرامت پر ژمنتیا ټینګار کوي. سږ کال دې ورځ ته "بشري حقونه؛ زموږ د هرې ورځې بنسټیزو اړتیاو" نوم ورکړل شوی دی.
د طالبانو حکومت ځينو مخالفو څېرو د امنیت شورا په ملاتړ د 'هر اړخیزې سولې' لپاره د مذاکراتو غوښتنه کړې
د طالبانو حکومت مخالفو سياسي څېرو د افغانستان د کړکېچ حل لپاره د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ملاتړ د سولې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده. د افغانستان د یو شمېر سیاسي مشرانو لکه عبدالرشيد دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، محمد یونس قانوني، سرور دانش، محمد حنيف اتمر، عمر داودزي، تادين خان اڅکزي، سيمين بارکزي، راحلې دوستم تر څنګ له هېواده بهر يو شمېر نورو سياسي څېرو په دې انلاین غونډه کې ګډون درلود.
ځانګړي مطالب
اسټراليا کې پر ماشومانو د ټولنيزو رسنيو بنديز: دا کار څومره شونی او ګټور دی؟
اسټراليا د چهارشنبې په ورځ (۱۰ ډسمبر) له ۱۶ کلونو کم عمره ځوانانو له خوا د ټولنيزو رسنيو په کارولو بنديز پلی کړ. اسټرالیا وايي که کوم پلټفارم لکه فېسبوک، يوټيوب، اېنستګرام، اېکس او نور له دغه امر سرغړونه وکړي ۳۳ ميليونه ډالر به جريمه کېږي. اسټراليا لومړنی هېواد شو چې پر سترو ټولنيزو شبکو یې دا ډول بنديز ولګاوه. حکومت وايي له دې کار یې موخه د ماشومانو خونديتوب دی.
څلور هراتي ځوانان چې د ځانګړو جامو اغوستلو له کبله نیول شوي وو بېرته خوشي کړل شوي دي
د طالبانو حکومت د دعوت او ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارکوونکو د هرات په جبرئیل ښارګوټي کې هغه څلور ځوانان نیولي چې ویل کېږي په عام محضر کې یې د انګلیسي ټلویزیوني سیریال (پيکې بلائنډرز) کرکټرونو ته ورته کالي اغوستي وو. پر دې کسانو تور لګېدلی، چې د 'پردي کلتور' عامولو کې یې برخه اخیستې.
ولې افغانستان "د امریکا ملي امنیت تګلاره" کې نه شته؟
متحده ایالتونو دا اوونۍ "د امریکا ملي امنیت تګلاره" خپره کړه چې افغانستان نه دی پکې یاد شوی. که څه هم د افغانستان په ګډون ځينې نور هېوادونه هم په دې سند کې نه دي ځای یا یاد شوي خو امریکا په دغه ملک کې د اوسنۍ زمانې "تر ټولو اوږده جګړه" درلوده او هلته یې سلګونه میلیارده ډالر لګولي او د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په یوه "ناوریني" حالت کې ترې ووتله. خو له هماغه راهیسې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په تېرو څلورو کلونو کې تل د امریکايي سیاستوالو پر ژبه پاتې شوی دی.
بريتانیا کې دوه تنکي افغان ځوانان د جنسي تېري په جرم محکوم شوي
په بريتانیا کې دوو تنکیو افغان ځوانانو ته پر یوې ۱۵ کلنۍ نجلۍ د جنسي تېري له کبله د بند سزا ورکړل شوې ده. دغو دواړو ۱۷ کلنو هلکانو جان جهانزېب او اسرار نيازل د مې مياشتې لسمې نېټې تېري په تړاو اکټوبر کې د یوې اورېدنې پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی و. د واروېک شاهي محکمه کې د سزا ټاکلو پر مهال قاضۍ سليويا ډي برټوډانو د بي بي سي په ګډون د رسنيو د غوښتنو له مخې د هلکانو د نومونو په ډاګه کولو بندیز لېرې کړ.
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۱ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۱۰ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۰ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۰ ډیسمبر ۲۰۲۵, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.































