خیبر پښتونخوا: وسله والو پولیس افسر تښتولی، 'امن کمېټۍ' د طالبانو د یوه قومندان پلار او وراره نیولي

د عکس سرچینه، Getty Images
د خیبر پښتونخوا له بنو سیمې رسېدلو رپوټونو کې ویل شوي، چې د نامعلومو وسله والو له لوري د یوه پولیس چارواکي له تښتول کېدو وروسته د امن کمېټۍ په نوم ځايي کسانو د وسله والو طالبانو یوه ځايي قومندان پلار او وراره یرغمل کړي دي.
د بي بي سي خبریال عزیزالله خان په خپل رپوټ کې وايي، اوس ځايي مخور له وسله والو سره په خبرو بوخت دي، چې د پولیسو اړوند کس خوشې شي.
د بنو پولیسو یوه افسر سلیم عباس کلاچي بي بي سي ته وویل، ځايي خلکو د امن په نوم یوه کمیته جوړه کړې، چې د نوموړي په خبره د خلکو او سیمې امنیت لپاره فعالیت کوي.
نوموړی وايي، د بنو په هوید سیمه کې وسله والو د پولیسو یو کس وتښتاوه او بیا د امن کمېټې کسانو د طالبانو قومندان پلار او وراره ونیول. نوموړی ادعا کوي، چې دا چاره له قبایلي دود-دستور سره سمه شوه، چې په سیمه کې د پولیسو او نورو کسانو د هدفي وژنو او تښتولو مخه ونیوله شي.
د سیمې امن کمېټې مشر ملک خوب نواز د پېښې په هکله وايي، پولیس افسر شفیع الله په ځايي بازار کې ګرځېده، چې ګڼ شمېر وسله وال راغلل او نوموړی یې وتښتاوه.
ملک خوب نواز وايي، امن کمېټې د وسله والو یوه قوماندان پلار او وراره نیولي او هغوی ته یې پیغام استولی، چې که پولیس افسر ته زیان ورسېږي، ورته ځواب به ورکړي.
د رپوټونو له مخې په ځايي امن کمیټه کې تر ۳۰۰۰ پورې ځايي کسان شامل دي.
د یادونې ده، چې د خیبر پښتونخوا په سویلي سیمو کې د دولتي مامورینو او په ځانګړې توګه د پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو کسانو د هدفي وژنو او تښتولو پېښو کې خورا ډېر زیاتوالی راغلی.
د راپورونو له مخې تېر کال نژدې ۵۰ دولتي کسان تښتول شوي وو، خو د سږ کال له پیله تر اوسه داسې له ۱۰۰ ډېر کسان تښتول شوي، چې ځینې یې خوشي شوي، خو ځینې نور بیا تر اوسه له وسله والو سره یرغمل دي.
هنګو کې د پولیسو ګاډو پر کاروان بمي برید

د عکس سرچینه، Getty Images
د خیبر پښتونخوا هنګو په دوابه سیمه کې د پولیسو یوه ګاډي څنګ ته د چاودنې له کبله د پولیسو ځايي مرکز مشر په ګډون درې افسران ټپیان شوي دي.
د پولیسو سرچینو په وینا دغه افسران له البرق نومي ځواک سره له ګډو عملیاتو وروسته ستنېدل، چې موټر ته نژدې یې چاودنه وشوه او پایله کې یې (اېس ایچ او) انسپکټر عمران الدین، جهاد علي او عابد ټپیان شوي دي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې ټپیان ځايي روغتون ته لېږدول شوي او درملنه یې کېږي.
خیبر پښتونخوا اعلی وزیر محمد سهیل اپریدي د پولیسو پر ګاډي د بمي برید په هکله رپوټ غوښتی او د ټپیانو ښې درملنې امر یې کړی دی. له پېښې وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او چاڼېز عملیات یې پیل کړي دي.











