پاکستان کې محکمې د ښځې د وژنې په تور د هغې مېړه ته د مرګ، لېوره او خواښې ته یې د عمري بند سزا اورولې

ثانیه زهره

د عکس سرچینه، Syed Abbas Shah

د عکس تشریح، ثانیه زهره تېر کال د خسرګنۍ په کور کې په داسې حال کې موندل شوې وه چې زندۍ وه.
    • Author, ثنا اصف ډار
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو،‌ اسلام اباد

د پاکستان د پنجاب ایالت په ملتان کې یوې محکمې د ثانیه زهره په نوم د یوې ځوانې ښځې د وژلو په تور د هغې مېړه او د قضیې اصلي تورن علي رضا ته د مرګ سزا اورولې ده.

قاضي محسن علي خان د وژل شوې ښځې لېوره او خواښې ته د عمري بند سزا ورکړې خو د ثانیه پخوانۍ بن، خسر او نندرور یې خوشې کړي دي.

د ثانیه زهره مړی د تېر ۲۰۲۴ کال د جولای پر نهمه نېټه د هغې د خسرګنۍ په یوه کوټه کې په داسې حال کې موندل شوی و چې زندۍ وه. دوه ورځې وروسته یې پلار سید اسد عباس شاه پر خپل زوم علي رضا د قتل عریضه وکړه.

علي رضا تېر کال تر نیول کېدو د مخه یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې ثانیه یې د ماشومانو مور وه او ګواکې د هغې د وژلو هېڅ فکر هم نه شي کولی.

د وژل شوې ښځې مړی د عدلي طب معاینې نه پرته خاورو ته سپارل شوی و خو د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز په امر یې قبر را وسپړل شو او بېرته د جسد طبي معاینه وشوه. هغه مهال پولیسو د عدلي طب تر معاینې وروسته د لومړنیو معلوماتو له مخې ویلي وو چې هغې ځان وژلی دی خو تر شا یې ځينې شکونه شته. خو پلار یې بیا هم ټینګار کاوه چې لور یې وژل شوې خو د ځان‌وژنې رنګ ورکول کېږي.

د ثانیه زهره قتل په ټول پاکستان کې له ښځو سره د کېدونکي کورني‌ تاوتریخوالي په اړه بحثونه را وپارول او اعتراضي لاریونونه هم وشول.

"بدن یې د تاوتریخوالي نښه نه لري"

ثانیه له خپل پلار سره

د عکس سرچینه، Syed Abbas Shah

د عکس تشریح، ثانیه له خپل پلار سره: د ثانیه پلار سید اسد عباس شاه ویلي وو چې لور یې وژل شوې ده خو د ځان‌وژنې رنګ ورکول کېږي.

تېر کال د ملتان د امنیه قومندانۍ مرستیال صادق علي ډوګر بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې د عدلي طب معاینې د لومړني رپوټ له مخې دا د ځان‌وژنې پېښه ده او ادعا یې کړې وه چې، "موږ د نجلۍ له مور او پلار وغوښتل چې د عدلي طب معاینه یې باید وکړو خو هغوی له عریضې او یا پوسټ مارټم کولو انکار وکړ او مړی یې خښ کړ."

ښاغلي ډوګر ویلي وو‌ چې د قبر تر سپړلو او وروسته د عدلي طب د معاینې په ترڅ کې معلومه شوه چې "د ثانیه پر بدن د زور زیاتي کومه نښه نه شته. کوم غړی یې ټپي یا مات نه دی. خو داسې نښې شته چې ښکاروي هغه د ستوني د خپه کېدو له امله مړه شوې ده."

ده پر خواله رسنیو د هغو څرګندونو په اړه ویلي وو چې ګواکې خلک وايي، ثانیه لومړی وژل شوې او بیا په پړي کې راځوړنده کړای شوې ده، یا دا چې نشه او یا زهر ورکړل شوي خو د ښاغلي ډوګر په وینا، دا هر څه به په پلټنو کې جوت شي.

خو د ثانیه پلار اسد عباس شاه بیان بیا د پولیسو له خبرو سره توپیر درلود.

هغه ویلي وو، کله یې چې د لور مړی د هغې د خسرګنۍ په کور کې ولید نو ژبه یې پرې شوې او ژامه یې ماته وه.

په عریضه کې د ثانیه پلار په خپل بیان کې دا هم ویلي وو چې د لور پر پښو يې په پړي‌ د تړل کېدو او د تاوتریخوالي او زورزیاتي نورې نښې او دغمې هم وې. پر ښي غومبوري یې وینه متره یا پنډه وه، چپه سترګه او څنګلې یې هم ژوبلې وې.

ښاغلي عباس شاه همدا راز ویلي وو چې لور یې د مرګ پر مهال میندواره وه. ده تور پورې کړی و چې ګواکې هغه مېړه همېشه وهله ټکوله، تاوتریخوالی یې ورسره کاوه او یو وخت یې پر پلارګنۍ کېنولې وه چې بیا هغه مهال ثانیه د کورنیو ستونزو د حلولو په محکمه کې عریضه پرې کړې وه. له مېړه یې د نفقې او د مهر حق غوښتنه کړې وه خو وروسته دواړه ښځې او مېړه د خپلو اولادونو لپاره روغه جوړه کړې او سره پخلا شوي وو.

ښاغلي عباس پر خپل زوم دغه تور هم پورې کړی و چې ښځې باندې به یې فشار راووړ چې پلارګنۍ نه د خپلې برخې میراث او جایداد واخلي، کنه نو وبه یې وژني.

"په خسرګنۍ کې د لور د خوندیتوب قانون باید جوړ شي"

لاریون

د عکس سرچینه، Aneela Ashraf

د عکس تشریح، تېر کال چې د ثانیه زهره د وژنې پېښه مشهوره شوه نو پر خواله رسنیو یې په نوم 'هشټګ' جوړ شو چې ګڼو خلکو وکاراوه او د ښځو پر بېلابېلو حقونو یې بحثونه رامنځته کړل.

د ثانیه پلار تېر کال بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې لور یې وژل شوې ده خو اوس د ځان‌وژنې رنګ ورکول کېږي. هغه له پولیسو غوښتي وو چې، "پلټنې دې وکړي او ما ته دې ووايي چې لور مې وژل شوې او که ځان یې وژلی؟ که هغې ځان هم وژلی وي نو باید معلومه شي چې ولې داسې شوي دي؟ پولیس دې معلومه کړي چې خسرګنۍ یې څه کړي وو چې زما لور ځان‌وژنې ته مجبوره شي؟ زه مې دې لور د وژنې پاکه ستره پلټنه غواړم."

سید اسد عباس شاه خپلې وژل شوې لور ته د انصاف غوښتنې په ترڅ کې زیاته کړې وه چې، "په جنوبي پنجاب کې کله پر نجونو تېزاب شیندل شوي وي او کله یې سوځولې او وژلې وي، د دغو ټولو پېښو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې د خسرګنۍ په کور کې د لور د خونديتوب لپاره یو قانون جوړ شي."

د خلکو غبرګونونه

تېر کال چې د ثانیه زهره د وژنې پېښه مشهوره شوه نو پر خواله رسنیو یې په نوم 'هشټګ' جوړ او ګڼو خلکو وکاراوه.

تر ډېره ښځو دغه 'ټرېنډ' وچلاوه او په ترڅ کې يې په پاکستان کې د کورني تاوتریخوالي، د میراث حق کې د ونډې په څېر د ښځو پر بېلابېلو حقونو بحثونه رامنځ‌ته کړل.

د عماره احمد په نوم یوې ولیکل، "ځينې نوم‌وتي خلک او خبریالان به په دې اړه چغې او سورې ووهي خو په اصل کې په قانوني نظام کې د بدلونونو راوستلو اړتیا ده. دا د پاکستان په کورنیو کې له ښځو سره هره ورځ د کېدونکي تاوتریخوالي له خورا ډېرو پېښو یوازې یوه بېلګه ده چې رابرسېره شوه."

ټوېټ

د عکس سرچینه، @ammarawrites

د شاني په نوم یو چا ولیکل، "کله هم چې په پاکستان کې د ښځو د میراث حق په اړه خبره کېږي نو هر نارینه همدا خبره کوي چې د خپلې کورنۍ ښځو ته یې دا حق ورکړی دی. خو که په خپله ښځې په خپلو جایدادونو او شتمنیو کې خپلو مېړونو او وروڼو ته حق نه ورکوي نو په دوی بیا د ثانیه غوندې کانه کېږي."

یوه بل اېکس کاروونکي لیکلي وو، "دا قضیه په پاکستان کې د کورني تاوتریخوالي شدت ښيي. نران د خپلو بې منطقه غوښتنو پوره کول خپل حق ګڼي او بیا زور او غصه له خپلو ښځو باسي. ورپسې بیا د داسې یوه بوږنوونکي جرم ترسره کولو سره سره کورنۍ خپل مجرم غړی پټوي او خوندي کوي یې."

د امنې په نوم یوې مېرمنې ولیکل، "د کورني‌ تاوتریخوالي هره کیسه هغه وخت پیلېږي چې میندې او پلرونو احساس کړي چې که هر څه او هر چا ته وي، که مري او که رغېږي، نجلۍ باید واده شي."