پاکستان کې د داعش پر پټنځایونو د ادعا شویو بریدونو په هکله څومره پوهېږو؟

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

پاکستان حکومت وايي، د خیبر پښتونخوا په خیبر ضلع سیمه کې د داعش ډلې پر پټنځایونو د ډرون بریدونو ادعا په هکله رپوټونه ناسم دي.

تېره ورځ پر خواله رسنیو داسې رپوټونه خپاره شول، چې په کې ویل شوي، په خیبر پښتونخوا کې نامعلومو ډرون الوتکو د داعش ډلې پر دوو مرکزونو بریدونه کړي. په دې رپوټونو کې ویل شوي، چې دې بریدونو کې د داعش ډلې مهم غړي په نښه شوي او ډرونونه له برید وروسته د افغانستان لوري ته تللي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې هکله څه نه دي ویلي.

تازه، د پاکستان اطلاعاتو او نشراتو وزارت مسوولین وايي، پر خواله رسنیو داسې ناسم خبرونه لاس پر لاس کېږي، چې په کې په خیبر سیمه کې د داعش ډلې پر پټنځایونو د بریدونو ناسمه ادعا کېږي. پر اېکس یوه پیغام کې د یاد وزارت له لوري په دې هکله ویل شوي:

''د خواله رسنیو په پوسټونو کې ادعا کېږي، چې د خیبر ضلعې په جبار مېله کې نامعلومو ډرونونو د داعش ډلې پر پټنځایونو بریدونه کړي، چې د دې ډلې مهم کسان پکې وژل شوي دي. له برید وروسته پاکستاني پوځیانو پرې ډزې کړې، خو دوی د افغانستان پر لور لاړل.''

د پاکستان اطلاعاتو وزارت په خبره ''پاکستان کې له هېڅ یوې سرچینې د ډرون برید تائید نه دی ترلاسه شوی. ای اېس پي ار (د پاکستاني پوځ رسنیز دفتر) د خیبر پښتونخوا پولیسو او ځايي چارواکو له لوري (رسماً) هېڅ بیان نه دی خپور شوی، چې په کې د ډرون برید، د سخت دریځو وژل کېدو، یا هم (د پاکستان) پر هوايي حریم د تېري تائید شي.''

د یاد وزارت مسوولینو په وینا هېڅ یوې باوري رسنۍ پاکستان کې د دې ډول ډرون برید په هکله رپوټ نه دی خپور کړی.

په بیان کې زیاته شوې: ''دا رپوټ یوازې د خواله رسنیو له یوه حسابه خپور شوی، د (نامعلومې) سرچینې یادونه په کې شوې او هېڅ تصویرونه، ویډیويي کلیپونه یا د پېښې ځای کوم ثبوت نه دی وړاندې شوی.''

د وزارت په وینا ځايي خلکو او د خیبر سیمې خبریالانو دغه رپوټ نه دی تائید کړی، ځايي اوسېدونکو د ډرون فعالیت یا چاودنې کوم غږ نه دی اورېدلی، نه هم د ډزو یا تلفاتو کوم رپوټ ورکړل شوی او نه هم ځايي رسنیو کې کوم تصویر لیدل شوی دی.

د پاکستان اطلاعاتو وزارت په دغه هېواد کې د داعش ډلې مشرانو پټنځایونو شتون ادعاوې هم رد کړې او په وینا یې:

''د ملګرو ملتونو امنیت شورا په جولای میاشت کې پخپل رپوټ کې ویلي و، چې د داعش مشران، روزنه او فعالیتونه په افغانستان کې دي او همالته دې ډلې په سیمه کې د ۲۰۲۴ کال لویو بریدونو پلانونه چمتو کړي وو.''

دا ډول ادعاوې څه ډول رامخې ته شوې؟

له دې مخکې المرصاد خپرونه چې طالبانو ته نژدې رسنۍ بلل کېږي، تېره اونۍ خبر ورکړی چې وسلوالو د پاکستان د پنجاب ایالت اختر‌اباد ښار په پاټکِ سیمه کې د اسلامي دولت نومې 'داعش' ډلې خراسان څانګې یو پېژندل شوی قومندان برهان نومی، چې په "زید" یادېده، وژلی دی.

رپوټ کې ویل شوي و: "زید د دغې ډلې یوه پېژندل شوې څېره او د داعش خراسان د قومندانانو قاري فتح او ابوبکر نږدې ملګری و."

دغې رسنۍ ادعا کړې وه چې هغه پخوا د "داعش"په عملیاتي جوړښت کې مهمې دندې درلودې او د ختیځ افغانستان په ځینو برخو کې یې پراخ فعالیتونه کړي وو.

دې سره پر اېکس پاڼه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ولیکل: " له پاکستان څخه ښه خبر: راپورونه وايي، چې د داعش خراسان یو لوړ پوړی قومندان برهان نومی، چې زید یادیږي؛ د پنجاب ایالت د اختر‌آباد ښار په پاټکِ سیمه کې وژل شوی دی. "

د چهارشنبې پر ورځ د نومبر پر۲۶مه د هندوکش په نوم یوې بلې رسنۍ چې هغه هم د طالبانو سرچینو ته نژدې بلل کېږي ادعا وکړه: " نن ماښام ۶:۳۰ بجې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ جبارمیلې سیمه کې د ناڅرګندو ډرون الوتکو لخوا د داعش پر دوو مرکزونو برید ترسره شوی."

هندوکش لیکلي:" برید کې ځینې مهم داعشي مشران لکه عبدالحکیم توحیدي، ګل نظیم او صدیق‌یار هدف ګرځول شوي دي. دغه کسان د داعش د خراسان څانګې غړي وو، چې په افغانستان کې یې په څو خونړیو پېښو کې هم مستقیم لاس درلود."

المرصاد هم پر خپله ویبپاڼه لیکلي: " عبدالحکیم توحيدي د داعش د خراسان څانګې د غرب زون مسول دی چې هرات ولايت يې د فعاليت مهمه سيمه وه، نوموړی د ۲۰۲۳ ميلادي کال په لومړيو کې د پاکستان د خيبر پښتونخوا په غرونو کې په يادو مرکزونو کې مېشت شو.

ګل نظيم چې د داعش د خراسان څانګې د مشرقي زون له مهمو مسولينو څخه دی ۲۰۲۴ ميلادي کال کې‌ د خيبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ د جبار ميلې سيمې ته رسېدلی و او هلته له ځایي داعشي افرادو سره په مختلفو مرکزونو کې اوسېده."

بي بي سي سره له دې چې د طالبانو حکومت له سرچینو سره د دغو رسنیو د تړاو په اړه معلومات ترلاسه کړي، خو د بریدونو خپلواک پخلی نه شي کولی.

د طالبانو حکومت چارواکو په پرلپسې ډول ادعا کړې چې د اسلامي دولت نومې ډلې خراسان څانګه په پاکستان کې خوندي مرکزونه او روزنځایونه لري.

خو پاکستان بیا دغه تورونه ردوي.