د پاکستان دفاع وزیر وایي، په افغانستان کې لا هم پوځي لار کارولی شي

د پاکستان دفاع وزیر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان دفاع وزیر

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، په افغانستان کې پوځي لار لا هم کارولی شو.

ښاغلي اصف دغه څرګندونې د تېرې سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د محکمې مخې ته د یوه ځانمرګي برید نه وروسته کړې دي.

ښاغلي اصف ویلي، دغه ډول بریدونه باید په راتلونکي کې د افغانستان له لوري د تیري پیلامه وګڼل شي.

د یادولو وړ دی چې تر دې دمه په پاکستان کې د شوي برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

په دې وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي.

پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کوي چې پر پاکستان بریدونه له افغان خاورې پلان کېږي خو د طالبانو حکومت په ځلونو دا تور رد کړی دی.

په دې روانه اوونۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د دغه وزارت د دیپلوماسۍ انستېتیوت د تخصصي ښوونیزې دورې د فراغت غونډې ته ویلي، له پاکستان سره استانبول کې د مذاکراتو دوو وروستیو پړاوونو کې ځکه پرمختګ ونه شو چې "د پاکستان استازو په مذاکراتو کې هغه وړاندیزونه او غوښتنې لرلې چې د عمل وړ نه وې، معقولې نه وې".

ښاغلي متقي د بېلګې په توګه ویلي، پاکستان غوښتل له افغانستانه دا تضمین واخلي چې پاکستان کې به بیا د ناامنۍ کومه پې‍ښه نه کېږي "نو ایا موږ [طالبانو حکومت] د پاکستان د امنیت ذمه‌وار یوو،‌ ایا موږ هلته سوله‌ ساتي پوځونه لرو، ایا موږ هلته د پوځ یا پولیسو واګې په لاس کې لرو چې موږ امنیت ټینګ کړو، د یوه بل هېواد له لوري د پاکستان د امنیت نیول یوه (غیرمعقوله) خبره ده."

د امیر خان متقي په وینا، کله چې طالبانو مذاکراتو کې له پاکستانه وغوښتل افغانستان ته چې "کوم داعشیان راړول کېږي او هلته روزل کېږي، ته یې مخه ونیسه، ستا له لوري د افغانستان حریم نقض کېږي او تیارې را تېرېږې، ته یې مخه ونیسه، دا مسؤلیت یې نه قبلوه".

د متقي په وینا، پاکستان د طالبانو له پلاوي دا هم وغوښتل چې د پاکستاني طالبانو د تحریک (ټي‌ټي‌پي) ډلې دې افغانستان ته واړولې شي "افغانستان لېونی دی چې ستا غم خپل کور ته راوړي".

اسلام اباد کې د ځانمرګي بريد له امله د ۱۲ کسانو وژل کېدل

د ویډیو تشریح، اسلام اباد کې د محکمې مخې ته ځانمرګی برید

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، اسلام اباد کې د یوې محکمې مخې ته ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي. په وژل شویو کې وکیلان هم دي.

د محسن نقوي په وینا، د لومړنیو څېړنو له مخې څرګنده شوې چې ځانمرګي بریدګر غوښتل محکمې ته ننوځي، خو د موکې نه موندلو له امله یې پر پولیسو د موټربم برید وکړ.

د کورنیو چارو وزیر په وینا، دغه ځانمرګی برید په ځايي وخت ماسپښین ۱۲:۳۹ بجې شوی او اوس د قانون پلي کوونکو ادارو لومړیتوب دا دی چې ځانمرګی بریدګر وپېژني.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف ادعا کړې چې د "هند ملاتړې" اورپکې ډلې په دې بريد کې لاس لري.

نوموړي ويلي، "د بې وسلې پاکستاني وګړو پر وړاندې د هند نيابتي ډلو ترهګريز بريدونه د غندلو وړ دي".

په خپره شوې اعلاميه کې شهباز شريف زياته کړې، "هند بايد په سيمه کې د نيابتي ډلو له لارې د ترهګرۍ د خپرولو له ناوړه عمل څخه ډډه وکړي".

په ځواب کې د هند د بهرنیو چارو وزارت وياند رندهير جېسوال ويلي، نوی ډیلی "د پاکستاني مشرتابه له خوا لګول شوي بې اساسه تورونه په کلکه ردوي".

نوموړي زياته کړې، پوځ هڅه کوي چې د خپل هېواد د وګړو پام له "روانو پوځ پلوه سرغړونو" واړوي. "نړيواله ټولنه له واقعيت خبره ده"

بله خوا، د PIMS روغتون د ایمرجنسي وارډ ډاکټر عدنان د بي‌بي‌سي شهزاد ملک ته ویلي چې له چاودنې وروسته ۱۲ مړي روغتون ته راوړل شوي دي او اوس له ایمرجنسي وارډه د مړو ساتنځي ته انتقالېږي.

د وکیلانو د استازیو په وینا، په وژل شویو کسانو کې څو وکیلان هم دي چې د چاودنې پر وخت د (محکمې) مخې ته له مراجعینو سره وو.

محسن نقوي خبریالانو ته وویل: "د نن اسلام‌اباد برید سره ډېر څه تړلي دي او په دې اړه به ډېر ژر شواهد وړاندې شي. هر څوک چې په کې ښکېل وي، که له بل هېواده هم وي، هېڅ به ونه بښل شي"

هغه وویل چې دوه اونۍ وروسته به هېڅ موټر پرته له اي-ټګ (E-tag) څخه اسلام‌اباد ته نه شي ننوتلی.

پاکستان کې د روان کال په اوږدو کې د جګړه‌یزو او ترهګریزو پېښو شمېر ډېر شوی، خو اسلام‌اباد کې درې کاله وروسته دا لومړی ځانمرګی برید دی چې ګڼو کسانو ته پکې مرګژوبله اوړي.

د اسلام‌اباد د ضلعې محکمې په کمپلېکس کې له ۷۰ ډېرې محکمې او عدالت اړوندې ادارې دي او د چاودنې پر مهال هلته قاضیان، وکیلان او مراجعین د خپلو قضیو د اورېدلو لپاره راغلي وو.

د واڼه پر پوځي کالج چاودنه کې درې تنه وژل شوي

کالج

د عکس سرچینه، www.ccw.edu.pk

د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان په واڼه کې پر یوه پوځي کالج تر برید وروسته د صوبې اعلی وزیر سهیل افریدي د چهارشنبې په ورځ د سولې د جرګې د جوړېدو اعلان کړی دی.

د پاکستان د پوځ د معلوماتو له مخې، پرون بریدګرو له باروتو ډکه موټر د کالج له مرکزي دروازې سره وجنګاوه.

سهیل افریدي په یوه بیان کې د واڼه کیډټ کالج برید غندي او ویې ویل: "بې‌ګناه زدکوونکي او تعلیمي ادارې په نښه کول یو ډېر بزدلانه عمل دی."

بلخوا، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تر دې دمه په دې برید کې د درېیو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی. له بلې خوا، د پاکستان پوځ ویلي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې دوه وسله‌وال وژل شوي.

پوځ وايي، تر اوسه د کالج ۳۵۰ کسان خوندي ژغورل شوي، خو لا هم شاوخوا ۳۰۰ تنه هلته دننه موجود دي.

غبرګونونه

پوځ وايي، تر اوسه د کالج ۳۵۰ کسان خوندي ژغورل شوي، خو لا هم شاوخوا ۳۰۰ تنه هلته دننه موجود دي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، پوځ وايي، تر اوسه د کالج ۳۵۰ کسان خوندي ژغورل شوي، خو لا هم شاوخوا ۳۰۰ تنه هلته دننه موجود دي.

پاکستان کې د امریکا سفارت اسلام اباد کې د محکمې مخې ته د شوي ځانمرګي برید په غبرګون کې ویلي: "امریکا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې د پاکستان ترڅنګ ولاړه ده."

سفارت پر "اېکس" یوه بیان کې لیکلي: "موږ له هغو کورنیو سره ژوره خواخوږي ښيو چې ننني برید کې یې خپلوان له لاسه ورکړي او د ټپیانو د ژر روغېدو هیله لرو."

د امریکايي ډیپلوماټ نټلي بیکر له‌خوا په خپاره شوي بل بیان کې راغلي: "موږ دا برید او د ترهګرۍ هر ډول بڼه په کلکه غندو او د پاکستان د حکومت د سولې او ثبات د هڅو ملاتړ ته ژمن یو".

په اسلام‌اباد کې د بریتایا عالي کمیشنرې جین مېریټ هم ویلي: "موږ د اسلام‌اباد د چاودنې په اړه خبر یو، چې پکې د راپورونو له مخې څو تنه وژل شوي دي."

هغې لیکلي: "موږ وضعیت له نژدې څارو او بریتانوي وګړو ته مشوره ورکوو چې د سفر لارښونې په پام کې ونیسي".

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې د اسلام اباد او واڼه بریدونه غندلي دي.

ددغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د پاكستان په پلازمېنه اسلام اباد او واڼه کې پر یوه تعلیمي مرکز شوې چاودنې غندلي دي. اعلامیه کې راغلي، چې د بهرنیو چارو وزارت دغه چاودنې چې له کبله یې لسګونو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي خواشیني ښیي او غندي یې".

خواجه اصف: اسلام اباد کې برید د ویښېدو زنګ دی

د ویډیو تشریح، اسلام اباد کې د یوې محکمې مخې ته چاودنه شوې

د اسلام اباد برید ته په غبرګون کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي: "موږ د جګړې په حالت کې یو. څوک فکر نه‌ کوي چې پاکستانی پوځ یوازې د افغان- پاکستان په سرحدي سیمو او د بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې جګړه کوي - نن په اسلام‌اباد کې د محکمې مخې ته ځانمرګي برید د ویښېدو زنګ دی، چې دا د ټول پاکستان جګړه ده. په دې کې زموږ پوځ هره ورځ قربانۍ ورکوي او خلکو ته د خوندیتوب احساس ورکوي".

خواجه اصف زیاته کړې: "په دې فضا کې به د کابل له واکمنانو سره د بریاليو خبرو اترو هیله درلودل بې‌ځایه وي. پر کابل واکمنان پاکستان کې ترهګري درولی شي، خو که جګړه تر اسلام‌اباد پورې راوستل شوې نو دا له کابله یو پیغام دی چې پاکستان د دې پر وړاندې د پوره ځواب ورکولو توان لري."