افغان کډوال فکر کوي، د ټرمپ له امر سره امریکا ته د دوی تګ مخنیوي لړ کې 'خیانت' ورسره شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, ازاده مشیري
- دنده, بي بي سي-اسلام اباد
عبدالله له بي بي سي سره خبرو کې وویل، ''داسې ښکاري، لکه امریکایان نه پوهېږي، چې ما د دې هېواد لپاره څه کړي، دا خیانت دی''
دی په ۲۰۲۱ کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو پر مهال له مور او پلار سره وتلی او اوس د امریکايي پوځ پاراشوټي ځواکونو برخه کې فعال دی. دی اوس اندېښمن دی، چې د کډوالو ځای پر ځای کولو په تړاو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اجرايي فرمان له لاسلیک وروسته به اوس و نه شي کړای، خپله خور او د هغې مېړه په ایستلو کې مرسته وکړي.
د ولسمشر ټرمپ د نوي اجرائي فرمان له مخې امریکا ته د تلونکو افغان کډوالو الوتنې لغو شوې، د غوښتنلیکونو منل ځنډول شوي او په دې برخه کې ان د هغو افغانانو لپاره هم هېڅ استثنا نه شته، چې اوس هم په امریکايي پوځ کې فعال دي.
ټرمپ وايي، دغه پرېکړه ''د کډوالۍ ریکارډ کچې'' ته ځواب دی، چې په وینا یې ''د امریکایانو لپاره د سرچینو موندل ګواښي.''
خو عبدالله او ځینې نورو افغانانو له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، سره له دې چې دوی په افغانستان کې له امریکايي چارواکو، سرتېرو او خیریه ټولنو سره کار کړی، امریکا دوی ته شا کړې. موږ دلته د دوی اصلي نومونه ځکه نه اخلو، چې دوی اندېښمن دي، دې سره به قضیې او یا کورنۍ له خطر سره مخامخ شي.
عبدالله د دې فرمان په هکله له خبرېدو وروسته په افغانستان کې خور ته ټیلیفون کړی او په وینا یې ''هغه ناهیلې شوه، ژړل یې''.
دی وايي، د ده د دندې له کبله یې خور د طالبانو حکومت یو هدف کېدای شي. دی د خپلې خور په هکله وايي:
''هغه داسې فکر کوي، چې موږ به بیا هېڅکله یو بل و نه وینو، دا اضطراب او خواشیني داسې څه دي، چې تصور یې نه شي کېدای.''
عبدالله وايي، په افغانستان کې د جګړې پر مهال یې د ژباړن په توګه دنده درلوده. کله چې دوی له افغانستانه وتل، خور یې او د هغې مېړه پاسپورټونه نه درلودل، چې له دوی سره یو ځای ووځي.
بل لور د طالبانو حکومت یوه ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل، د هغو ټولو کسانو لپاره عمومي عفوه اعلان شوې، چې له بهرنیو ځواکونو سره یې دنده درلوده او ټول افغانان کولای شي په ''خپل هېواد کې له وېرې پرته ژوند وکړي.''
دی ادعا کوي، چې دا کډوال ''اقتصادي کډوال'' دي.
خو په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو یو رپوټ د طالبانو حکومت د ډاډ په تړاو شکونه پیدا کوي. په دې رپوټ کې ویل شوي، د ادعا له مخې د عمومي عفوې له اعلان سره سره د مخکیني حکومت او ځواکونو سلګونه کسان وژل شوي دي.
د عبدالله خور او مېړه یې له هغو طبي ازموینو او مرکو هم تېر شوي، چې په امریکا کې د ځای پر ځای کېدو لپاره اخیستل کېږي. بي بي سي یو سند لیدلی، چې د امریکا دفاع وزارت د دوی غوښتنلیک تائید کړی دی. عبدالله وايي، د ټرمپ هغه وینا چې د کډوالو شمېر زیات شوی، له کورنۍ نه د ده د لېرې پاتې کېدو لپاره توجیح نه شي کېدای. دی د همدې اندېښنو له کبله بې خوبه شوی او پر کار یې ناوړه اغېز کېږي، چې د امریکا خدمت کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان ځواکونو پخوانی قانوني سلاکار بابک په افغانستان کې پټ ګرځي. دی وايي، ''دوی یوازې له موږ سره کړې ژمنې نه ماتوي، بلکې موږ ماتوي.''
بي بي سي د ملګرو ملتونو یو لیک لیدلی، چې د ده رول پکې تائید شوي او د امریکايي هوايي پوځ د یوه ډګرمن په لیک کې د ده د پناه غوښتنلیک تائید شوی دی. په دې لیک کې تائید شوې، چې ده پر طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې د هوايي بریدونو مشورې ورکړې. دی وايي، ''موږ د همدې عملیاتو لپاره خطر منلی و، خو اوس له سخت خطر سره مخامخ یو.''
دی وايي، له مېرمن او یوه کوچني زوی سره د پټ پاتې کېدو لپاره له یوه ځایه بل او له بله بل ته ځي. بي بي سي نه شي کولای د ده د کیسې دا برخه او ادعاوې تائید کړي. بابک له ټرمپ او د هغه د ملي امنیت له سلاکار مایک والټز غواړي، چې خپل فکر بدل کړي. دی زیاتوي:
''مایک والټز تاسو په افغانستان کې خدمت وکړ، لطفا ولسمشر وهڅوئ.'' له مخه ښې مخکې نوموړي وویل، ''د رڼا یوازینې څړیکه چې موږ ورته تمه درلوده، له منځه لاړه.''
احمد بیا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ګډوډۍ ډکه وتنه کې بهر ته تللی، خو اوس له کورنۍ بېل دی. دی وايي، له دې پرته یې بله چاره نه درلوده، چې مور، پلار او کوچني خوېندې، وروڼه پرېږدي. دی وايي، که ده او پلار یې له امریکايي ځواکونو سره دنده نه وای کړې، د طالبانو حکومت هدف به نه وو ګرځېدلي.
دی وايي، ''ما ته له دې کبله خوب نه راځي، چې فکر کوم د دوی د دې وضعیت یو لامل زه یم.''
احمد د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې له یوې غیر حکومتي ادارې سره کار کاوه، چې د پرانیستې حکومتولۍ ملګرتیا (او جي پي) په نامه یادېده. دا اداره د امریکا په ملګرتیا ۱۳ کاله مخکې رامنځته شوې وه، چې مرکز یې په واشنګټن کې و.
دی وايي، یو ویاړلی فعالیت یې دا و، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره یې د یوې ځانګړې محکمې په رامنځته کولو کې ونډه درلوده.
دی اوس ادعا کوي، چې همدا د او جي پي ادارې کار او د ښځو حقونو لپاره فعالیت یې د دې لامل شو، چې طالبان یې په نښه کړي او واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې طالب وسله والو پرې ډزې کړې. بي بي سي د پنسلوانیا یوه روغتون یو لیک لیدلی، چې د مرمۍ او د مرمۍ ټوټو له کبله د یوه ټپ ارزونه پکې شوې او زیاتوي ''له هغه څه سره سم دي، چې په کابل کې ده ته ورپېښ شوي.''

د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړی وايي، کورنۍ ځکه له خطر سره مخامخ ده، چې پلار یې په افغان پوځ کې ډګروال و او له سي ای اې سره یې همکاري کړې. بي بي سي هغه ستاینلیک لیدلی، چې د ده پلار ته د افغان پوځ له لوري ورکړل شوی دی. دی وايي، طالبانو یې د کورنۍ غړي ځورولي او له همدې کبله پاکستان ته تښتېدلي دي.
بي بي سي د احمد د پلار او ورور هغه تصویرونه لیدلي، چې په روغتون کې د درملنې پر مهال اخیستل شوي او نوموړی وايي، د طالبانو حکومت کسانو د تشدد له کبله وهل، ټکول شوي وو.
د ده کورنۍ غړي په امریکا کې د ځای پر ځای کېدو پروګرام له څو پړاوونو تېر شوي دي. دی وايي، ان داسې ثبوتونه یې هم وړاندې کړي، چې که کورنۍ یې امریکا ته ورسېږي، دی کولای شي د حکومت له مرستې پرته یې پالنه وکړي.
احمد وايي، اوس وضعیت کړکېچن دی. کورنۍ یې په پاکستان کې له داسې ویزو سره ژوند کوي، چې په څو میاشتو کې به یې موده پای ته ورسېږي. ده د کډوالو له نړیوال سازمان (ای او ایم) سره اړیکه نیولې او ورته ویل شوي، چې له ''زغمه'' کار واخلي.
د افغان ایواک په نوم د یوه خیریه بنسټ مسوولین، چې په امریکا کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو مرسته کوي وايي، له ۱۰ زرو نیولې تر ۱۵ زرو پورې افغان کډوال داسې دي، چې غوښتنلیکونه یې په وروستي پړاو کې دي.
مینا چې مېندواره ده وايي، له شپږ میاشتو راهیسې له اسلام اباده د وتلو لپاره د الوتنې انتظار کوي. دا وايي، اندېښمنه ده، چې د دې ویره به یې په نس ماشوم اغېزمن کړي:
''که ماشوم مې زیان کړ، ځان به ووژنم.''
دې له بي بي سي سره خبرو کې وویل، افغانستان کې یې د ښځو حقونو لپاره یې مظاهرو کې ګډون کړی. دا ادعا کوي، چې ۲۰۲۳ کال کې نیول شوې وه او شپه یې په توقیف کې تېره کړه، ''ان هغه مهال مې نه غوښتل چې افغانستان پرېږدم. له خوشې کېدو وروسته پټه ګرځېدم، خو دوی بیا وغوښتم او ویې ګواښلم، چې بل ځل به مې ووژني.''
مینا وايي، اندېښنه یې دا ده، چې پاکستان حکومت به یې بېرته افغانستان ته واستوي، دا ځکه چې پاکستان به افغان کډوالو ته په دائمي توګه پناه ور نه کړي.
د یادونې ده، چې د افغانستان په ګاونډي پاکستان کې د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې سلګونه زره افغان کډوال مېشت دي. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې پاکستان کې درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې یو اعشاریه څلور میلیونه یې قانوني اسناد نه لري.
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی ډېر شوی، داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې پاکستان کې مېشت کډوال ځورول کېږي او ان بندیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر په دې هکله خپله اندېښنه څرګنده کړې او په وینا یې افغانان د مناسب چلن مستحق دي. پاکستان حکومت وايي، دوی هغه کډوال بېرته افغانستان ته شړي، چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او په دې لړ کې یې په جنورۍ میاشت کې د چاپو وهل هم تائید کړي دي.
د ای او ایم مسوولینو په وینا د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې ۷۹۵ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته استول شوي دي.
موږ چې له کومو افغان کډوالو سره خبرې کړې، دوی وايي، یو لور یې خپل هېواد دی، چې ژوند یې پکې له خطر سره مخامخ دی او بل لور کوربه هېواد دی، چې زغم یې په ختمېدو دی او دوی په همدې وضعیت کې ایسار پاتې دي.
دوی خپلې هیلې په امریکا پورې تړلې وې، خو داسې ښکاري، چې د دې خوندي ساحل په لار کې د نوي ولسمشر لخوا تر امر ثاني پورې خنډ رامنځته شوی.











