د خیبر پښتونخوا نوی ټاکل شوی اعلی وزیر: پر افغان پالیسۍ باید له سره غور وشي

نوی ټاکل شوی اعلی وزیر سهیل اپریدی وايي، له ځايي خلکو، مخورو او استازو سره په تفاهم باید پر افغان پالیسي له سره غور وشي.

د عکس سرچینه، PTI

د عکس تشریح، نوی ټاکل شوی اعلی وزیر سهیل اپریدی وايي، له ځايي خلکو، مخورو او استازو سره په تفاهم باید پر افغان پالیسي له سره غور وشي.

د خیبر پښتونخوا نوي ټاکل شوي اعلی وزیر سهیل اپریدي پارلمان ته په خپله لومړنۍ وینا کې له زندانه د خپل ګوند مشر عمران خان د خلاصون هڅو تر څنګ د پاکستاني پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د نامه له اخیستو پرته د هغه پر وروستیو څرګندونو هم نیوکې وکړې.

ښاغلي اپریدي د جنرال چودري وروستۍ خبري غونډې ته په اشارې سره وویل: ''په خواشینۍ سره وایم، چې زما له نوم سره د اپریدي یادېدو له کبله پر هغه ورځ، چې زه د اعلی وزارت لپاره کاندید شوم، خبري غونډه راوبلل شوې، دا قبایلو سپکاوی دی.''

نوموړي په خیبر پښتونخوا کې د ناامنیو وروستیو پېښو او پوځي عملیاتو ته په اشارې سره وویل، پوځي عملیات هېڅ کله د یوې ستونزې حل نه دی: ''نړۍ د خبرو پر لور ځي، دلته موږوال په خبري غونډه کې وايي، چې موږ ۱۴ زره استخباراتي عملیات کړي، خو ترهګري هماغسې ده، چې وه. نن هم زموږ خلک شهیدان کېږي، نو داسې عملیات څه ګټه لري؟''

سهیل اپریدی وايي، د قبایلي سیمو له خلکو سره باید تفاهم وشي او پر افغان پالیسي باید له سره غور وشي: ''له پوځي اسټېبلشمنټه (مشرتابه) غوښتنه کوم، چې تاسې پر افغان پالیسۍ له سره غور وکړئ. د دې ځای خلک، ځايي استازي او د قبایلو مشران په اعتماد کې واخلئ.''

نوموړي زیاته کړه، له هغو کسانو سره به حساب کتاب وشي، چې د ډرون بریدونو پر ضد مظاهره کوونکي یې په ډزو ویشتلي.

هغه وویل، د پښتون ژغورنې غورځنګ ممنوع اعلانولو او یا د دې غورځنګ مشرانو نومونو (فورت شیډول) کې اچولو پر ضد به استناف غوښتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: ''دوی فکر کوي، چې قبایل یوازې د وژل کېدو لپاره او د وروسته پاتې کېدو لپاره دي. دوی هېڅکله مرکز (سیاسي) بهیر ته نه شي راتلای. د دوی پر وسائلو او حقونو باید د دوی ولکه وي، او له همدې فکر سره یې له ۷۸ کالو راهیسې د قبایلو برخلک خراب کړی.''

له دې مخکې د عمران خان په مشرتابه د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) د ایالتي پارلمان غړی سهیل اپریدی د دې ایالت اعلی وزیر په توګه وټاکه، خو اپوزېسیون ګوندونو غړو د پارلمان دا غونډه ''غیر قانوني'' بللې او له تالاره ووتل.

د اسمبلۍ ویاند وايي، د ایالتي پارلمان له ټولټال ۱۴۵ غړو یې ۹۰ غړو ښاغلي اپریدي ته رایې ورکړې.

بل لور پارلمان کې د اپوزېسیون مشر ډاکتر عبدالله د نوي اعلی وزیر ټاکنه ''غیر قانوني'' بللې او محکمې ته یې په دې لړ کې عریضه کړې.

د یادونې ده، چې نوی اعلی وزیر داسې مهال ټاکل کېږي، چې د خیبر پښتونخوا والي یا ګورنر فیصل کریم کنډي د پارلمان له غونډې څو ساعته مخکې د مخکیني اعلی وزیر علي امین ګنډاپور پر استعفا نیوکه وکړه او له تائیدولو یې انکار وکړ.

پاکستان کې قانوني ماهرين پر دې موضوع یوه خوله نه دي.

ځینې ماهرین وايي، ښاغلي ګنډاپور د پارلمان په غونډه کې له ګډون کولو سره خپله استعفا تائید کړه، خو ځینې نور بیا وايي، والي یا ګورنر د قانون له مخې واک لري، چې ښاغلی ګنډاپور شخصا وغواړي او استعفا یې تائید کړي.

د یادونې ده، چې والي فیصل کریم کنډي له هغه اعتراض سره چې پر استعفا د ښاغلي ګنډاپور لاسلیکونه سره ورته نه دي، له تائید پرته بېرته واستوله.