د عمران خان خور: زندان کې مې د ورور عمران خان روغتیا ښه ده، خو ډېر غوسه و

- Author, عمر دراز ننګیانه او فرقان الهي
- دنده, بيبيسي اردو
په اډیاله زندان کې د پاکستان له پخواني بندي لومړي وزیر عمران سره یې د خور لیدو ته جازه ورکړل شوې ده. عظمی خان له ښاغلي خان سره له شلو دقیقو لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل، د عمران صحت ښه دی، خو ډېر غوسه و او ویل یې رواني زوریاتی پرې راوړل کېږي.
د عظمی خان په وینا، عمران خان ورته ویلي چې ټوله ورځ په کوټه کې بند ساتل کېږي او یوازې د لږ وخت لپاره له کوټې د باندې پرېښودل کېږي.
د اسلاماباد عالي محکمې او اډیاله زندان مخې ته د پاکستان تحریک انصاف (پيټيای) له لاریونونو وروسته د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور عظمی خان ته اجازه ورکړل شوې وه چې له خپل ورور سره وګوري.
د پيټيای ویاند او هم د اډیاله زندان یوه چارواکي بي بي سي اردو ته دا خبره تایید کړې وه چې عظمی خان ته له عمران خان سره د لیدو اجازه ورکړل شوې ده.
پرون چې درې واړه خویندې یې، علیمه خانم، نورین نیازۍ او عظمی خان اډیاله زندان ته د دې لپاره ورغلي چې له عمران خان سره وویني، نو هلته یې پولیس په مخ کې ودرېدل، خو لږ وروسته د زندان له لوري یو چارواکی د عمران خان خویندو ته ورولېږل شو او ورته وویل شول چې هوکړه شوې عظمی خان ورسره کتلی شي.
د زندان د چارواکي په وینا، عظمی خان به ډېر ژر د خپل ورور د لیدو لپاره زندان ته ننوځي.
باید وویل شي چې تر دې مخکې د دوی کورنۍ ادعا کوله چې نژدې یو میاشت کېږي له پخواني صدراعظم سره یې لیدنه نه ده شوې ځکه د دوی په وینا "حکومتي چارواکي نه غواړي چې د عمران خان پیغامونه له زندانه بهر شي".
له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې د عمران خان خور نورین خان تور پورې کړی و چې: "دوی (حکومتي چارواکي) پرېشانه دي چې موږ له زندانه د عمران خان خبرې خلکو ته ورسوو نو ځکه یې پر لیدلو بشپړ بندیز لګول شوی".
د عمران خان خویندې وايي، مخکې به هره سه شنبه د محکمې د حکم له مخې هغوی ته له خپل ورور سره د لیدو اجازه ورکول کېده، خو د هغوی وروستۍ لیدنه د نومبر پر څلورمه شوې وه.
د پي ټي ای اړوند ټول پارلماني غړي د سې شنبې په ورځ د اسلاماباد عالي محکمې او اډیاله زندان مخې ته په یوه سولهییز لاریون کې د برخې اخیستو لپاره وربلل شوي وو.
د عمران خان بله خور علیمه خان له بي بي سي سره په خبرو کې وايي چې د نومبر پر څلورمه د زندان چارواکو نورین خان ته له عمران خان سره د لیدو اجازه ورکړې وه "خو له هغه وروسته یې هېچا ته هم د لیدو اجازه نه ده ورکړې".
د عمران خان پخوانۍ مېرمن جمایمه خان پر ایکس کې ادعا کړې چې د پخواني صدراعظم زامنو په ګډون هېچا ته هم ان پر ټیلیفون د خبرو کولو اجازه نه ورکول کېږي. د هغې په وینا، د عمران خان زامن حتا لیک هم نه شي لېږلی.

د عکس سرچینه، X/@Jemima_Khan
د پخواني صدراعظم خور نورین خان دا تور هم پورې کړی چې "د پاکستان حکومت او اسټيبلشمنټ غواړي چې عمران خان د مې د نهمې د پېښې مسوولیت ومني."
هغې زیاته کړه: "هغوی غواړي چې عمران خان ورته ووایي: ما د مې د نهمې پېښه وکړه، پر خپلو خلکو مې پخپله ډزې وکړې. ښايي دا هغه څه وي چې دوی غواړي."
د نورین خان په وینا، "عمران خان هغوی ته یوازینی ځواب داسې ورکړی و چې: تاسو د سی سي ټي وي فوټیج وګورئ، د کینټ دننه پوستې شته، هېڅوک دلته د پوځ له نظر پرته یا د کمرو له مخې د ثبتېدو پرته نه شي داخلېدلی."
باید وویل شي چې تېر کال د مې نهمې له پېښې مخکې، کله چې د پوځ ویاند میجر جنرل احمد شریف چوهدري د یوې خبري غونډې پر مهال له پي ټي ای سره د ممکنه خبرو په اړه وپوښتل شو، نو هغه وویل: "هېڅوک د خپل پوځ پر ضد له بریدګرې ډلې سره خبرې نه کوي… د داسې ډلې لپاره یوازینۍ لاره دا ده چې له ملت نه بخښنه وغواړي او ژمنه وکړي چې د کرکې سیاست پرېږدي او په رغیز سیاست کې برخه واخلي."

حکومت څه وايي؟
د عمران خان له کورنۍ سره د لیدنې بندیز یوازې تور نه دی، بلکې حکومتي چارواکي هم دا نا اعلان شوی بندیز مني.
د "سما ټي وي" یوه پروګرام کې د لومړي وزیر شهباز شریف د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناء الله ویلي: "هېڅ داسې قانون نشته چې په سزا یوه محکوم بندي ته اجازه ورکړي چې د زندان دننه کې ناست وي او د حکومت یا ریاست پر ضد تحریک او لمسونې پیل کړي."
د پخواني صدراعظم عمران خان له کورنۍ سره د نه لیدو له امله نه یوازې پي ټي ای احتجاج کوي، بلکې د بشري حقونو سازمانونو هم پر دې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن (HRCP) د دوشنبې په ورځ په خپل بیان کې وویل: "په دې اړه چې عمران خان ته له خپلې نژدې کورنۍ، ملګرو یا قانوني ټیم سره د لیدو اجازه نه ورکول کېږي، وضاحت ته اړتیا ده ځکه د کورنۍ او قانوني مرستې ته لاسرسی د ځواکونو پر وړاندې بنسټیزه خوندیتوب دی."
تر دې څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو د عمران خان د خرابې روغتیا او حتی زندان کې د مړینې ګنګوسې خپرې شوې وې، چې حکومتي چارواکو رد کړې دي.
د عمران خان روغتیا څنګه ده؟
د عمران خان خور نورین خان د یادو ګنګوسو په اړه وايي: "زه نه پوهېږم چې دا خبر څنګه خپور شو."
هغې تور پورې کړ چې "عمران خان ته په زندان کې تکلیف ورکول کېږي، هغوی په یوازېتوب کې ساتل کېږي او دا ټول د زندان د قوانینو خلاف دي."
د عمران خان بله خور هم نه شي ویلای چې دا ګنګوسې له کومه خپرې شوې.
علیمه خان بي بي سي اردو ته وویل: "ګنګوسې له کومه راغلې؟ د زندان دننه څنګه خپرې شوې؟ هغه چې دا ګنګوسې خپروي، هغوی به یا د زندان خلک وي یا د اسټيبلشمنټ کسان."
هغې ادعا وکړه: "چا موږ ته نه دي ویلي چې دا یو ډول ازمېښت دی چې د خلکو عکس العمل وګوري. موږ هېڅ معلومات نه لرو."
خو د نومبر پر څلورمه د عمران خان له لیدو وروسته نورین خان وايي د دوی ورور "روغتیا بالکل ښه وه، خپله ځان ته خواړه چمتو کوي، ورزش کوي او ځان قوي ښيي."
"هلته (په زندان کې) هماغه خواړه پخېږي چې د عمران خان په پیسو پخېږي."

ولې عمران خان ته په زندان کې له کورنۍ سره د لیدنې اجازه نه ورکول کېږي؟
له کورنۍ سره د لیدنې بندیز په اړه د زندان چارواکو لخوا کوم واضح بیان نه دی ورکړل شوی، خو د وزیر اعظم شهباز شریف د سیاسي چارو سلاکار رانا ثنا الله تور پورې کړی چې عمران خان په زندان کې ناست د "انارشۍ او ګډوډۍ د خپرولو هڅه کوي."
هغو په سما ټي وي پروګرام کې ومنله: "قانون اجازه ورکوي چې بندیان له خپلې کورنۍ او وکیلانو سره هم وګوري، خو هېڅ داسې قانون نشته چې په سزا محکوم یو بندي ته اجازه ورکړي چې په زندان کې ناست، د حکومت یا ریاست پر ضد تحریک وچلوي."
هغوی زیاته کړه: "هېڅ قانون کې نه دي لیکلي چې بندیان ته اجازه ورکړل شي چې د حکومت پر ضد انارشۍ، فتنه، ګډوډي، تحریک یا تاوتریخوالي وکړي او دا ټول د لیدونکو له لارې تنظیم کړي."
خو رانا ثنا الله هم نه پوهېږي چې د عمران خان د لیدنې بندیز د چا په امر لګول شوی دی. "بندیز به حتماً د زندان چارواکو له لوري لګول شوی وي."
کله چې له هغه وپوښتل شول ایا دا بندیز د پنجاب حکومت له لوري دی، ځواب یې دا و چې: "زه نه یم پرې خبر."

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د عمران خان خور نورین خان وايي د دوی ترمنځ یوازې "عامې خبرې" کېږي، لکه: "څه روان دي، څه پېښېږي او په پای کې هغه وايي چې بهر ته څه ویل پکار دي."
هغې زیاته کړه: "دوی پرېشانه دي چې بهر ته د عمران خان خبرې رسېږي، نو له همدې امله یې ټولې لیدنې بندې کړې دي."
هغې دا ادعا هم وکړه چې عمران خان پر "ټلویزیون بند دی، خبرونه یې بند دي. د زندان د قوانیو له مخې تاسو هېڅ بندي له څلورو ورځو ډېر په یوازېتوب کې نه شئ ساتلی."
هغې دا هم وویل چې پخوانی صدراعظم هېڅ اضافي اسانتیاوې نه غواړي، بلکې "یوازې کتابونه غواړي او له خپلو ماشومانو سره د خبرو اجازه غواړي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د هېواد قوانين او د زندان لارښود کې څه لیکل شوي دي؟
د بندیانو د حقونو لپاره کار کوونکي متخصصین وايي چې د پاکستان او د زندان قوانین چارواکي مکلفوي چې بندیانو ته د دوی له کورنۍ او قانوني ټیم سره د لیدو اجازه ورکړي.
د سوسایټي فار هیومن رایټس اینډ پرزنرز ایډ (SHARP) اجرائیوي مشر محمد مدثر جاوید بي بي سي اردو ته وویل: "د زندان د لارښود له مخې، که هغه سیاسي بندي وي یا عام بندی، د دوی لیدنې باید هره اونۍ وشي او دا قوانین موجود دي."
هغه زیاته کړه: "کورنۍ حق لري چې له بندي سره وویني او بندي هم کولای شي له خپلو وکیلانو یا قانوني سلاکارانو سره وګوري."

د عکس سرچینه، Getty Images
محمد مدثر جاوید وايي: "هېڅوک واک نه لري چې د بندیانو لیدنې بندې کړي." خو هغه روښانه کړه چې "د امنیت یا خوندیتوب له وجهې د زندان د مشر لخوا داسې اقدام کېدای شي، خو حتی په دې صورت کې هم د دوی مسوولیت دی چې بندیانو ته د متبادلو ورځو په جریان کې لیدنې برابرې کړي او اړینې اسانتیاوې ورکړي."
د عمران خان خوندي وايي له کورنۍ سره د لیدنو بندول د دوی ورور ته "تکلیف رسوي."
نورین خان خبرداری ورکړ، "که دوی کله هم پر عمران خان کوم څه وکړي، نو دا دې په یاد ولري چې دوی به په پاکستان یا د نړۍ په بل ځای کې د ژوند لپاره کوم ځای ونه لري".








