'د هرې خښتې بدل کې یوه ډبره': ایا د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ بېساری دی او سیمه باید اندېښمنه وي؟

د عکس سرچینه، Sanaullah Seiam / AFP via Getty Images
- Author, سارا حسن
- دنده, بي بي سي نیوز- اردو
د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترینګلتیا په وروستیو ورځو کې په څرګند ډول ډېره شوې ده.
دغه وضعیت وروسته له هغه رامنځته شو چې د طالبانو حکومت ومنله د دواړو هېوادونو ترمنځ په شمالي پوله کې یې په څو غرنیو سیمو کې د پاکستاني ځواکونو پر ضد بریدونه کړي دي.
د طالبانو یو ویاند وویل، ۵۸ پاکستاني پوځیان د "غچ اخیستنې په عمل" کې وژل شوي دي. هغه زیاته کړه چې تېره اونۍ پاکستان د افغانستان فضایي حریم نقض کړی او د هېواد په جنوب ختیځ کې یې یو بازار بمبار کړی دی.
پاکستان د وژل شوو کسانو شمېر رد کړی او ویلي یې دي چې یوازې د دوی ۲۳ پوځیان وژل شوي، خو "۲۰۰ طالبان او تړلي ترهګر له منځه وړل شوي دي".
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، د افغان لوري بریدونه "بېدلیله" وو او پر ملکي کسانو ډزې شوې دي. نوموړي خبرداری ورکړی چې د هېواد ځواکونه به "د هرې خښتې په بدل کې په ډبره" ځواب ورکړي.
بيبيسي دغه ادعاوې نا شي تاییدول، خو د دواړو هېوادونو د لوړپوړو دیپلوماتانو او چارواکو ترمنځ د خبرو انداز توند دی.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وویل: "که د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد عمل وشي، پاکستان په لاس د کارېدو حق لري".
په ورته وخت کې، د پاکستان د پوځ یوه ویاند ویلي: "په افغانستان کې خوندي پناهځایونه د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارېږي."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي چې دا مهال په رسمي سفر هند ته تللی، پاکستان ته خبرداری ورکړی چې "د افغانانو زغم مه ازمویئ".
پوښتنه دا ده چې د دې کړکېچ ژورې تاریخي رېښې څه دي او ایا د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې کچه دږښمني بېسارې ده؟
یو ستونزمن تاریخ
د پاکستان او افغانستان وروستۍ اړیکې ډېرې ناارامې پاتې شوې دي.
په ۲۰۲۱ کې له افغانستانه د امریکا له وتلو وړاندې، د کابل پخواني حکومت به پر اسلاماباد تور لګاوه چې د طالبانو بریدونو اسانچاري کوي او د دوی پر ضد بریدونه له پاکستانه پلانېږي.
په همدې موده کې پاکستان له طالبانو سره د اړیکو درلودل رد کړل، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه پخواني ویاند دا ډول تورونه "ملنډې" بللي وو.
پاکستان د دوحې د موافقې اسانچارۍ او منځګړیتوب کې مهم رول درلود، هغه هوکړه چې د امریکا وتلو او د طالبانو بیا واکمنېدو ته یې لاره هواره کړه.
پاکستان له هغو لږو هېوادونو و چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶–۲۰۰۱) پر مهال یې د دوی حکومت په رسميت پېژندلی و.
خو وروستي کړکېچونه دا څرګندوي که څه هم طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د دواړو هېوادونو اړیکې لا هم ډېرې نازکې او کمزورې دي.

د عکس سرچینه، Akhtar Gulfam/EPA/Shutterstock
اوس پاکستان وایي د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډله - چې د پاکستاني طالبانو په نوم هم پېژندل کېږي - د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي او افغان طالبان د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره هېڅ نهکوي.
پخواني پاکستاني دیپلومات مسعود خان بيبيسي ته ویلي: "کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، پاکستان هیله لرله چې د TTP په څېر ډلې به نور د پخوا په څېر ملاتړ ترلاسه نهکړي او د سرحد وضعیت به ښه شي - خو دا کار ونهشو."
دا خبره ښايي چندان د حیرانتیا وړ هم نه وي.
شناند او خبریال سمیع یوسفزي، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې له نژدې څاري، بيبيسي ته ویلي: "د نورو حکومتونو خلاف، د افغانستان طالبان یو دودیز حکومت نهدی. دوی د یوې داسې ډلې په توګه واک ته ورسېدل چې له TTP سره یې تاریخي اړیکې درلودې."
هغه زیاته کړه: "که پاکستان دا باور لري چې د افغانستان طالبان به TTP له منځه یوسي یا له افغانستانه وباسي، دا یوه غیر واقعي تمه ده."
اوس، نوي ډیلي ته د افغانستان د بهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان متقي له سفر سره، د افغانستان او د پاکستان د پخواني رقیب هندوستان ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې بېرته رغېدلې دي - یو پرمختګ چې اسلاماباد ته به د منلو نهوي.
دا به په پاکستان کې دا وېره نوره هم ډېره کړي چې ښايي د افغانستان خاوره یو ځل بیا د دغه هېواد پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف "جیو نیوز" ټلوېزیون ته وویل: "هند هڅه کوي چې د افغانستان له لارې له پاکستانه غچ واخلي او افغانستان د هند حضور ته اسانتیا برابروي".
هند په پرلهپسې توګه دا رد کړې چې ګواکې په افغانستان کې یې د پاکستان ضد عناصر ملاتړ کوي. خو د ښاغلي یوسفزي په شان شنونکو دا د هند او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو بېرته رامنځته کېدل "یوه سمبولیک ماتې" بولي.
څارونکي وایي هند غواړي په دغه سیمه کې پانګونه وکړي، په داسې حال کې چې طالبان هڅه کوي د سیمې له هېوادونو سره اړیکې جوړې کړي چې خپله نړیواله انزوا پای ته ورسوي.
خو ښاغلي یوسفزي ویلي: "د هند توان محدود دی چې د طالبانو حکومت ته عملي ملاتړ ورکړي، ځکه کابل د سختو جهادي ایډیالوژیکو اصولو لاندې اداره کېږي."
دا وضعیت ښايي اسلاماباد ته لږ څه ډاډ ورکړي.

د عکس سرچینه، Hussain Ali/Anadolu Agency via Getty Images
اوس موجوده غوراوي څه دي؟
سره له دې، چې شنونکي باور لري پاکستان ډېر فرصتونه نهلري. په افغانستان کې بریدونه یا د سرحدي نښتو پیل دوامداره حل نهدی.
سمیع یوسفزي وویل: "ایا پاکستان به په ښکاره د طالبانو ضد عناصرو ملاتړ وکړي؟ دا د پاکستان یا دغو ډلو لپاره جذاب وړاندیز نهدی".
په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر مسعود خان بيبيسي ته ویلي چین، چې له دواړو افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري، دلته مهم رول لري.
هغه زیاته کړه: "باید دیپلوماتیکه فضا رامنځته شي چې خبرې پیل شي او چین په دې برخه کې مرسته کولای شي، ځکه چې له دواړو هېوادونو سره ښې اړیکې لري."
چین ویلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په اړه ډېر اندېښمن دی، خو له دې وړاندې د درې اړخیز فورم شته چې د خبرو او همکارۍ لپاره کار کوي.
ځینې نور شنونکي وايي سعودي عربستان او متحده عربي امارات هم باید پر افغانستان فشار راوړي چې د TTP پر ضد اقدام وکړي.
پاکستان او سعودي عربستان په وروستیو کې د متقابلې دفاع تړون لاسلیک کړی، چې په کې ویل شوي پر یوه هېواد هر ډول برید پر دواړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
پاکستان له افغانستان سره ۲۶۰۰ کیلومتره پوله لري، چې د "ډیورنډ کرښې" په نوم هم پېژندل کېږي. دا کرښه په ۱۸۹۳ کال کې د بریتانويانو لخوا په خپلسري ډول کښل شوې وه او افغانستان او په دواړو غاړو کې د مېشت میلیونونه پښتنو ترمنځ د شخړې سیمه ده.
دغه حقیقت ځینې څارونکي دې ته هڅوي چې وروستي کړکېچونه د سیمې د واکمنۍ او سرحدي مشروعیت ستونزو سره هم تړاو لري.
هره ورځ زرګونه خلک له پولې تېروي. د حکومتونو د اړیکو له حالت سره سره، پر دواړو غاړو د قبایلو پرګنې پرتې دي چې له یو بل سره کورنۍ او ټولنیزې اړیکې لري – چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو اړتیا نوره هم ډېروي.
مسعود خان وویل: "د ترهګرۍ پای یوازې د همکارۍ او اړیکو د ښه کولو له لارې ممکن دی - نه یوازې د څرګندونو یا ویناوو له لارې".
د راپور اضافي معلومات د بيبيسي نړیوال ژورنالیزم او بيبيسي نیوز هندي لخوا چمتو شوي.











