ځايي چارواکي: پر تورخم سلګونه کورنۍ افغانستان ته اوښتي

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت چارواکو ویلي، پاکستان د شنبې پر ورځ له افغانستان سره د تورخم لاره په محدود ډول پرانیستله چې دغلته پر ډیورنډ کرښه زرګونه بند پاتې افغان کډوال خپلو کورونو ته ستانه شي.
بي بي سي ته یو ځايي چارواکو ویلي چې لوی شمېر هغه کورنۍ پر تورخم اوښتي چې په لنډي کوتل او نورو سیمو کې د تېرو څو ورځو راهیسې بند پاتې وو. تېرو څو ورځو کې سلګونه کورنیو پر لاره د اوږده انتظار له امله سر ټکاوه چې ګواکې له کورونو وتلو ته اړ شول او خپل ټاټوبي ته د ستنېدو لارې یې تړل شوي.
په تېرو څلورو ورځو کې هلته د یوې افغانې مېرمنې او دریو ماشومانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی و.
په تورخم کې د طالبانو د حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، په لومړۍ ورځ څو سوه کورنۍ تر دروازه ورتېرې شوې.
ورته مهال، په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب ویلي، د دواړو هېوادونو تر منځ له نښتو وروسته پاکستان کې شاخوا لس زره افغان کډوال نیول شوي.
چارواکي وايي، پر نورو ټولو لارو هر ډول تګ راتګ او پر سوداګرۍ، بندیزونه پر ځای پاتې دي.
پاکستان د اکټوبر پر ۱۱مه له خونړیو نښتو وروسته له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې، چې په ترڅ کې یې دواړو خواوو د یوه بل د لسګونو پوځیانو د وژلو ادعا کړې وه.
دې بندیز، چې نږدې درې اونۍ یې دوام وکړ، په زرګونو افغان کډوال له سلګونو باروړونکو موټرو سره یوځای چې توکي یې لېږدول، ایسار کړل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې مهمې سوداګریزې لارې وتړلې.
د دې لارې پرانیسته وروسته له هغه وشوه چې پاکستان او افغانستان د ترکیې او قطر په منځګړیتوب له نږدې یوې اونۍ خبرو اترو وروسته پر اوربند کولو سلا شول، چې موخه یې په سیمه کې د پراخې جګړې مخنیوی و.
چارواکو وویل چې له اوربند راهیسې د ۲،۶۱۱ کیلومتره (۱،۶۲۲ میله) پر اوږده پوله، چې د ډیورنډ کرښې په نوم یادېږي او افغانستان هېڅکله په رسمي توګه د پولې په توګه نه ده پېژندلې، د ډزو کومه نوې تبادله نه ده شوې.
زرګونو افغان کډوالو ته کرښې ته څېرمه په یوه لنډمهاله کمپ کې ځای ورکړل شوی و، داسې حال کې چې سلګونه نور کډه پر سر د لارې پرانیستلو ته په تمه وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان اړخ کې ځايي چارواکو اسوشیتد پریس خبري اژانس ته وویل چې دروازه د شنبې په سهار یوازې د افغان کډوالو لپاره پرانیستل شوه، او تمه ده چې په زرګونو بند کسان به د ورځې اوږدو کې افغانستان ته واوړي.
دوی له نورو ټولو خلکو وغوښتل چې تر بلې خبرتیا پر دې لارې له تګ راتګه ډډه وکړي.
د افغانستان ختیځ کې د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې ځايي چارواکي او د طالبانو حکومت سرتېري د تورخم په دروازه کې ولاړ دي او ګلان یې په لاسونو کې نیولي دي، چې ستنېدونکو کډوالو ته ښه راغلاست ووایي.
دا پرمختګ یوه ورځ وروسته له هغه راغی چې په پاکستان کې د افغانستان د طالبانو حکومت سفیر، احمد شکیب، پر پاڼه ولیکل چې د پاکستان لخوا د سرحدي لارو د تړل کېدو له امله ګڼ شمېر افغان کډوال لا هم بند پاتې دي.
د جمعې پر ورځ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وویل چې "افغان سفیر پر خواله رسنیو د خپلو شکایتونو خپرولو سره، د دې پر ځای چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لارې اړیکه ونیسي، ډیپلوماتیک اصول تر پښو لاندې کړي دي".
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو ناقانونه کډوالو د شړلو کمپاین پیل کړی دی. د دې هڅې د یوې برخې په توګه تر یو میلیون زیات افغانان بېرته هېواد ته استول شوي دي.
د روانې میاشتې په پیل کې، د پاکستان پوځ ویلي وو چې د افغانستان په خاوره کې یې د پاکستاني طالبانو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې په لسګونو هغه کسان وژل شوي چې دوی یې یاغیان بللي وو. افغان چارواکو دا ادعا رد کړه، او ویې ویل چې وژل شوي کسان ولسي وګړي دي، او زیاته یې کړه چې افغان ځواکونو په غبرګون کې د پاکستان پر پوځي پوستو د "غچ" بریدونه کړي، چې ۵۸ سرتېري یې وژلي دي.
د پاکستان پوځ په جګړه کې د ۲۳ عسکرو وژل کېدل منلي وو.
دې تاوتریخوالي قطر دې ته وهڅاوه چې له دواړو خواوو پلاوي دوحې ته وروبلي. دوحه کې له ناستې وروسته پاکستان او افغانستان د اکټوبر پر ۱۹مه پر اوربند سلا شول. ورپسې په استانبول کې شپږ ورځې خبرې اترې وشوې چې د پنجشنبې تر شپې پورې روانې وې، او په کې دواړو خواوو پر دې هوکړه وکړه چې اوربند پر ځای وساتي. د افغانستان او پاکستان تر منځ تر رادبره شوي کړکېچ کې تر ټولو ډېر زیان پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ګاللی. څو اونۍ وړاندې پاکستاني پولیسو په کراچۍ کې د افغان کډوالو هغه پنډغالی ونړاوه چې له ډېرو کلونو هلته ودان و.











