پاکستان کې ضمني ټاکنې: د ناتائید شويو پايلو له مخې مسلم لیګ ن په لاهور او هري پور کې ۱۲ څوکۍ ګټلې، تحریک انصاف د درغلیو تور لګوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان ملي اسمبلۍ يا ولسي جرګې د شپږو څوکيو او د پنجاب ايالتي اسمبلۍ د ۷ څوکيو لپاره په ضمني ټاکنو کې له رايو ورکولو وروسته لومړنۍ ناتائید شوې پايلې اعلان شوې دي.
د ټولو ۱۳ حوزو د ټاکنو پايلې د ټاکنو کميسيون پر وېبپاڼه اپلوډ شوې دي.
د ناتائيد شويو، غیر رسمي پایلو له مخې، د پاکستان مسلم لیګ ن د ملي اسمبلي يا ولسي جرګې ټولې شپږ څوکۍ ګټلې دي او د ايالتي اسمبلۍ له اوو څوکيو په شپږو کې بريالی شوی دی. د ايالتي اسمبلۍ يوه څوکۍ پيپلز ګوند ګټلې ده.
بل پلو د پاکستان تحریک انصاف ګوند د هري پور په اېن اې-۱۸ او لاهور کې ترسره شويو ټاکنو کې د درغلیو تورونه لګولي دي. د تحریک انصاف ګوند حماد اظهر په يوه ويډيويي پيغام کې ادعا کړې چې په لاهور کې د ټاکنو پايلې "بدلې" کړل شوې دي. یاد ګوند وايي په اېن اې ۱۸ حوزه کې د مسلم ليګ ن په ګټه د "پايلو بدلولو هڅې" شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
واکمن پاکستان مسلم لیګ ن ګوند په ټولو انتخابي حوزو کې کاندیدان لرل، خو د مخکیني لومړي وزیر پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) ځینې ملاتړ لرونکو کاندیدانو بیا په خپلواکه توګه په دې ټاکنو کې برخه اخيستې وه.
پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي د دوی دریځ دا دی، چې له کومو حوزو چې د دوی پارلمان غړي نااهل بلل شوي وو، دوی په هغو سیمو کې له ضمني ټاکنو سره پرېکون کوي، خو د هریپور سیمې له حوزې بیا د عمر ایوب خان مېرمن په خپلواکه توګه ټاکنو کې برخه اخلي، چې مېړه یې نااهل بلل شوی و.
د روان کال په اګست کې د پاکستان ټاکنو کمېسیون د پاکستان تحریک انصاف ګوند هغه نهه پارلمان غړي رسماً 'نااهل' وبلل، چې د مې میاشتې نهمې ګډوډیو په قضیو کې د ترهګرۍ ضد محکمو له لوري محکوم شوي وو.
د پاکستان سېنیټ یا مشرانو جرګې کې اپوزېسیون مشران شبلي فراز او عمر ایوب خان هم نااهل بلل شوي وو، چې پارلمان غړو کې شامل وو.
پي ټي ای د پنجاب مرکز لاهور ښار له این اې ۱۲۹ انتخابي حوزې هم کاندید درولی. پارلمان کې د دې حوزې څوکۍ ځکه خالي شوې وه، چې د پنجاب پخوانی والي یا ګورنر حماد اظهر پلار میا اظهر مړ شوی و.
د پاکستان ټاکنو کمېسیون لخوا په تېر اګست میاشت کې د نااهل بلل شویو کسانو په هکله یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وو، چې دا پارلمان غړي د اساسي قانون د ۶۳۱ هـ مادې له مخې نااهله اعلان شوي دي، چې له مخې یې محکوم شوی کس د پارلمان غړیتوب وړتیا نه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادونې ده چې د پاکستان ټاکنو کمېسیون له هغه اعلان مخکې د فیصل آباد، سرګودها او لاهور سیمو د ترهګرۍ ضد محکمو د ۲۰۲۳ کال د می پر ۹مه د پخواني لومړي وزیر عمران خان له نیول کېدو وروسته د پي ټي ای ګوند لسګونو مشرانو، پارلماني غړو او کارګرانو ته پر دولتي ملکیتونو د برید کولو او سوځولو په تور سزاګانې اورولې وې.
وړمه ورځ د پاکستان فدرالي حکومت د دې ټاکنو پر مهال د امنیت ټینګښت لپاره د ملکي امنیتي ځواکونو تر څنګ د پوځیانو ځای پر ځای کولو په تړاو د ټاکنو کمېسیون غوښتنه ومنله.
د پاکستان فدرالي حکومت کورنیو چارو وزارت په ټاکنیزو حوزو کې د نومبر له ۲۲ تر ۲۴مې نېټې پورې د امنیتي کسانو ګومارنه تائید کړه.
د پرېکړې له مخې د ضمني ټاکنو امنیت لپاره د پنجاب په فیصل اباد، ساهیوال، دېره غازي خان، مرکز لاهور، مظفرګړ او میانوالي سیمو کې پوځیان ځای پر ځای کېږي.
چارواکي وايي، د امنیتي ځواکونو د کسانو شمېر به د کورنیو چارو ایالتي وزارت او ټاکنو کمېسیون اړوند مسوولینو په سلا، مشوره سره کېږي.








