ولې پاکستان کې وسله والې ډلې ډېرې شوې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, بي بي سي منېټورینګ
په خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې لږ تر لږه درې نامعلوم یا لږ پېژندل شوې ډلې راڅرګندې شوې او په هغو سیمو کې یې د بریدونو مسؤلیت منلی چې پخوا په کې تر ډېره تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او اتحاد المجاهدین پاکستان (IMP) فعال وو.
له بلې خوا، د ټي ټي پي رسنیزو چینلونو کې په نا معمول ډول چوپتیا لیدل کېږي. د دوی ورځنۍ خپرېدونکې خبرپاڼه 'منزل' له څو ورځو راهیسې د بریدونو جزئیات نه خپروي او د 'عملیات الخندق' پیغام هم د اکټوبر له ۲۷ مې راهیسې بند شوی دی. دغې ډلې د دې چوپتیا هېڅ دلیل نه دی روښانه کړی.
د نومبر پر ۲۲ مه، د ټي ټي پي خبرپاڼې 'منزل' په بنو کې د یو برید یادونه وکړه او په یو ډول ګونګې ژبې کارولو سره یې یوازې دا وویل چې دا برید 'طالبانو' کړی او د دې ډلې په وینا امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دا د اکټوبر له ۲۷ مې وروسته لومړی ځل و چې ټي ټي پي د کوم برید مسؤلیت په غاړه اخیستو ته اشاره کوي.
د نومبر پر ۱۷ مه، د ټي ټي پي یو ملاتړي ټیلیګرام چینل "ضرب مومن" د اکټوبر له ۳۱ مې تازه معلومات خپاره کړل، چې په هغې کې د نویو راڅرګندو شویو ډلو لکه دفاع قدس، انصار الجهاد او تحریک لبیک پاکستان فورس له خوا د بریدونو ادعاوې او تبلیغاتي ویناوې ځای شوې وې.
پر دې سربېره ، ځینې نورې نوې وسله والې ډلې هم راڅرګندې شوې دي. د اسلامي امارت ساتوندویه ځواک (پروټیکشن فورس) په نوم ډله، چې چینل یې د اکټوبر پر ۲۹ مه جوړ شوی، په شمالي او جنوبي وزیرستان، ټانک، دیر، پېښور او خیبر کې د بریدونو ادعاوې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا هغه سیمې دي چې پخوا په کې تر ډېره ټي ټي پي او اې ایم پي وسله وال بریدونه کول.
د دې نویو ادعاوو او چینلونو په راڅرګندېدو سره دا په ډاګه کېږي چې یا خو لویې جنګي ډلې لکه ټي ټي پي او اې ایم پی خپل بریدونه په نویو نومونو رسنیو ته رسوي، او یا هم د دوی له دننه نوې ډلې یا څانګې راوتلې دي.
په ځانګړي توګه په داسې یو حالت کې چې د ټي ټي پي او اې ایم پي له خوا د بریدونو ادعاوې کمې شوې دي.
د قدس دفاع
'دفاع القدس' یا 'لشکر دفاع' په نوم یوې ډلې د اکټوبر له ۳۱ مې د نومبر تر ۲۰ مې نېټې پورې پر پاکستاني پوځ د ترسره شویو بریدونو مسؤلیت ومانه. دې ډلې تور پورې کړی چې دا بریدونه د پاکستاني پوځ د څه په ځواب کې دي چې دوی یې "د اسرائيل ملاتړ کوونکی او د فلسطینیانو وژونکی" بولي.
دا ډله ځان د یو داسې سازمان په توګه معرفي کوي چې د فلسطین په حق کې او د اسرائیلو پر ضد یو سخت دریځ لري، او د 'ابو عبیده پاکستاني' په نوم د یوه ویاند له لارې د بریدونو ادعاوې خپروي.
د دې ډلې اوسنی ټیلیګرام چینل د اکټوبر له ۳۰ مې راهیسې فعال دی، خو دا روښانه نه ده چې دا سازمان په همدې نېټې جوړ شوی او که له دې مخکې هم و.
که څه هم دې ډلې په خپلو پیغامونو کې له فلسطین سره پیوستون په څرګنده توګه کارولی، خو د بریدونو ادعاوې یې تر ډېره په هغو سیمو کې راڅرګندې شوې چې په کې په دودیز ډول ټي ټي پي او اې ایم پي فعال وو.
د نومبر پر ۱۷ مه، د TTP ملاتړي ټیلیګرام چینل "ضرب مومن" راپور ورکړ چې د اکټوبر پر ۳۰ مه، دفاع القدس په دیر، خیبر او لکي مروت کې منسجم بریدونه وکړل. وروسته، د نومبر پر ۶ مه په بنو او باجوړ کې نور عملیات ترسره شول.
د نومبر پر ۹ مه د یو لوی برید راپور ورکړل شو، چې په کې ادعا وشوه، دفاع القدس په بنو کې د پوځ پر یوه کاروان برید کړی چې له لسو زیات پوځيان په کې وژل شوي دي.
د نومبر له ۱۱ مې تر ۱۵ مې، ضرب مومن په بنو کې د څلورو نورو بریدونو مسؤلیت هم دفاع القدس ته منسوب کړ.
د نومبر پر ۱۶ مه، دفاع القدس ادعا وکړه چې د نومبر له ۱۲ مې تر ۱۵ مې پورې یې د خیبر په تیرا سیمه کې پاکستاني پوځیان د سیمې کورونو کې کلابند کړي وو.
ضرب مومن یوه ویډیو هم خپره کړه چې په دې چینل او اېکس (پخواني ټویټر) کې خپره شوه. په دې ویډیو کې وسله وال 'دفاع القدس' جنګیالي په پښتو ژبه د پاکستاني پوځ او حکومت پر ضد 'جهاد' اعلانوي او دا ادعا کوي چې دوی به عامو خلکو ته زیان ونه رسوي.
د ویډیو په پای کې، د بنو یو پولیس افسر مخې ته راوستل شو او په ډزو سره وژل کېدل یې ښودل کېږي.
انصار الجهاد
انصار الجهاد په پاکستان کې مېشته یوه نوې وسله واله ډله ده چې په ۲۰۲۳ کال کې هغه وخت راڅرګنده شوه کله چې دټي ټي پي پر ضد پوځي عملیات زیاتېدل.
دې ډلې په پیل کې ادعا کړې وه چې دوی به د پاکستاني وسله والو ډلو ترمنځ هېڅ اختلاف رامنځته نه کړي او د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد روانه جګړه به پیاوړې کړي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ له وروستي کړکېچ سره د ټي ټي پي او اې ایم پي د نا معموله چوپتیا په پام کې نیولو سره، اوس داسې برېښي چې د انصار الجهاد په څېر ډلې له اوږد ځنډ وروسته یو ځل بیا فعالې شوې دي چې د بریدونو لړۍ روانه وساتي.
د "ضرب مومن" ټیلیګرام چینل په وینا، د نومبر له ۲ مې تر ۱۵ مې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو لکه باجوړ، شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې د څو شویو بریدونو مسؤلیت انصار الجهاد منلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د دې ډلې ویاند عبدالله انصاري چې په ۲۰۲۳ کال کې راڅرګند شوی و، په دې وروستیو بریدونو کې هم د ویاند په توګه معرفي کېږي، چې دا په ډاګه کوي چې دا پخوانۍ ډله یو ځل بیا رامخې ته شوې ده.
تحریک لبیک پاکستان فورس (TLPF)
تحریک لبیک پاکستان فورس 'ټي ایل پي ایف' یوه نوې پوځي ډله ده چې په پیل کې د پنجاب د مذهبي سیاسي ګوند تحریک لبیک پاکستان (ټي ایل پي) پوځي څانګه ګڼل کېده، خو د نومبر پر ۲۰ مه په خپره شوې ویډیو کې ( ټي ایل پي ایف) په ښکاره وویل چې له (ټي ایل پي) سره هېڅ رسمي تړاو نه لري.
دې ډلې د حکومت له خوا د فلسطین په ملاتړ د ټي ال پي په مشرۍ پر شویو لاریونونو د ځپونکو عملیاتو په غبرګون کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د بریدونو غوښتنه وکړه.
دا لاریونونه په ټول هېواد کې د پام وړ وګرځېدل، خو له دولتي اقداماتو وروسته بېلابېلو وسله والو ډلو سخت غبرګون وښود.
تحریک طالبان پاکستان له ټي ایل پي وغوښتل چې له سوله ییز احتجاجه لاس واخلي او وسله واله مبارزه پیل کړي، او ویې ویل چې دا د اسلامي هدفونو د ترلاسه کولو او د پاکستاني ریاست پر ضد یوازینۍ لار ده. د کتونکو په وینا، دا په پنجاب کې د خپل اغېز زیاتولو لپاره د ټي ټي پي د ستراتیژۍ برخه ده.
په ویډیو کې د وسله والو کسانو یوې ډلې چې ځانونه یې د ټي ایل پي ایف برخه بلل، وویل چې دوی له ټي ایل پي سره هېڅ رسمي تړاو نه لري، خو ډېر غړي یې پخوا د ټي ایل پي اډانه کې وو او لاهم دې تحریک ته درناوی کوي.
په ویډیو کې د محمد حسنین رضوي په نوم یوه کس پر پاکستاني پوځ تور پورې کړ چې د مظاهرو پر مهال وژل شویو کسانو مړي یې ورک کړي دي. هغه وویل چې ټي پي ایل یوه سوله ییزه سیاسي ډله ده او د 'ټي ایل پي ایف' موخه د پوځي کسانو په نښه کولو سره د دې وژنو غچ اخیستل دي.
د نومبر پر ۱۷ مه " چې ضرب مومن" د بریدونو کومې ادعاوې خپرې کړې، هغه یې هم د ټي ایل پي ایف سره تړلې وې. دا ادعاوې د خالد حسین رضوي په نوم د یوه ویاند له خوا شوې وې، خو د رضوي د هویت په اړه هېڅ د تایید وړ معلومات نه دي رسنیز شوي.
د ضرب مومن په وینا، ټي ایل پي ایف ادعا کړې چې د اکتوبر له ۳۱ مې د نومبر تر ۱۶ مې یې د خیبر پښتونخوا په پېښور او ډېره اسماعیل خان ولسوالیو کې بریدونه کړي دي. په ډېره اسماعیل خان کې د دې ډلې ځانګړی فعالیت لیدل شوی.
دوی په خپلو ادعاوو کې د نومبر پر ۵ مه تور پورې کړ چې په پېښور کې یې یو 'جاسوس' نیولی و او هغه یې یوازې هغه وخت خوشې کړ چې ژمنه یې وکړه، د دې ډلې پر ضد به له کړنو لاس په سر شي.
د نومبر پر ۱۱ مه په یوې بلې ادعا کې ویل شوي چې دې ډلې په پېښور کې پوځي کسان نیولي او ځايي خلکو ته یې خبرداری ورکړی چې "څوک چې پوځي کسانو ته پناه ورکوي یا یې هویت پټوي، هغه به هم په نښه شي."
ایا پخوانۍ ډلې د خبرو اترو پر مهال خپل هویت بدلوي؟
دا نوې ادعاوې په داسې وخت کې راڅرګندې شوې چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او اتحاد المجاهدین پاکستان (IMP) رسنیز فعالیتونه د پام وړ کم شوي، چې بېلابېلې شننې پرې کېږي.
دا ښايي د پاکستاني طالبانو او اتحاد المجاهدین، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو پر مهال د خپلو بریدونو یا نورو عملیاتو د پټولو لپاره خپل هویت یا چلند بدلوي، او یا هم کوچنۍ ډلې او ځیرکې ډلګۍ له د دغه تشې ډکولو لپاره فعال شوي وي.
ځینې ډلې د فلسطین د ملاتړ پیغامونه کاروي چې خپل نفوذ زیات کړي، خو بي بي سي د دوی د ډېر ادعاوو خپلواک پخلی نه شي کولی.











