د پاکستان خونړیو بریدونو کې ښکېل جماعت الاحرار څوک دي؟

 چارواکو ویلي چې د جون په ۲۳ مه نېټه د پاکستان په سوېل لوېدیځ کوټه ښار کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل او شاوخوا ۲۰ نور یې ټپیان کړل. د سايټ څارونکې ډلې په وینا، د کوټې د پولیسو د مشر دفتر مخې ته د دې چاودنې مسوولیت هم د اسلامي دولت ډلې (داعش) محلي څانګې او هم د تحریک طالبان پاکستان یوې څانګې، جماعت الاحرار (JuA)، منلی و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان حکومتي چارواکو د ۲۰۱۷ کال د جون پر ۲۳ مه نېټه په کوټه کې پر یوه پولیسي موټر د ځواکمنې چاودنې له امله د وژل شویو امنیتي کسانو د جنازې لمونځ وکړ، د برید مسولیت جماعت الاحرار منلی و.
    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي

په اسلام اباد کې وروستي برید چې د یوې محکمې مخې ته یې ۱۲ کسان ووژل، د پاکستان رسنیو کې د مسولیت منلو او بیا بېرته ردولو له خبرونو سره جماعت الاحرار ډلې یو وار بیا د خپل شتوالي په اړه پوښتنې راپورته کړې.

دلته به د دغه ډلې د لومړني جوړښت په اړه یو څه ته تم شو چې څه ډول جماعت الاحرار رامخې ته شوه.

د پاکستاني طالبانو د غورځنګ پخوانی ویاند احسان الله احسان چې یو مهال د دغه ډلې غړی و، وايي، د پاکستاني طالبانو ځايي ډلګۍ او د منځنۍ اسیا د یو شمېر اورپکو ډلو په ګډون ځینې بهرني وسله وال له دوی سره د جماعت الاحرار په نوم ایتلاف کې ملګري شوي وو. د نوموړي په وینا د مشرۍ لپاره یوه شورا جوړه شوه چې د هغوی په رایو عمر خالد خراسانی یې د جماعت الاحرار مشر وټاکه. هغه په سمبولیک ډول مشري د سوات سیمې د وسله والو یوه مشر مولانا قاسم خراساني ته چې په ناظم هم مشهور وسپارله. ناظم اوس هم د جماعت الاحرار په رسنیزو چارو او سلا مشورو کې ونډه لري.

د احسان په خبره د حکیم الله محسود له وژل کېدو وروسته کله چې د سوات د طالبانو مشر مولوي فضل الله د پاکستان د تحریک طالبان مشرۍ ته ورسې، په ټوله کې د دغه ډلې په منځ کې درزونه پیدا شول. د اختلافونو یو لامل دا هم یادېده چې ځینو وسله والو قومندانانو دغه غورځنګ کې د واک بڼې بدلول غوښتل او دا چې د افغان طالبانو په څېر د یوې ځواکمنې شورا د رامنځ ته کېدو غوښتونکي وو.

د هغه په وینا د دې ډلې موخه د پاکستاني حکومت پر وړاندې د دوی د پيل شوې وسله والۍ غښتلې کول وو. احسان ادعا کوله چې زرګونه کسان ورسره د ډیورنډ پر کرښه ملګري شوي.

څه چې معلومه وه د دې ډلې ډېر پام پر مومندو اېجنسۍ او ورڅېرمه درو و، ځکه مشرانو یې له دغه سیمې سره تړاو درلود.

د جماعت الاحرار په نوم دغه ډله کې د پاکستان د طالبانو د تحریک ځینې مشهور قومندانان وروسته هم ورسره یوځای شول، لکه د پښتونخوا مومندو کې د قندهارو په نوم سیمې مولوي صابر چې ویل یې ده ته د ډلې او بیرغ بدلیده کوم لوی کار نه ښکارېده ځکه " هدف مهم و."

دې ډلې د ۲۰۱۶ کال د مارچ پر ۲۷مه د لاهور په ګلشن پارک کې د زورورې چاودنې مسولیت هم منلی و چې لسګونه کسان پکې مړه او ژوبل شو. وروسته د کوټې په روغتون کې د ځانمرګي برید مسولیت هم دوی ومانه چې پکې له ۷۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

احسان الله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، احسان الله احسان چې یو مهال د جماعت الاحرار له مهمو غړ و او بیا د ټي ټي پي ویاند وټاکل شو.

د پښتونخوا په لېرې پرتو سیمو کې هم دغه ډلې د خونړیو بریدونو مسولیت منلی و. د همدغه کال په سپټمبر کې د مومندو په انبار سیمه کې یوه ځانمرګي برید چې په ځايي جومات کې شوی و ۲۸ کسان وژلی او ګڼ نور ټپیان کړي وو. د جماعت الاحرار یوه ویاند وژل شوي کسان د پاکستان حکومت له لوري د امن لښکر په نوم د پوځ ملاتړي بللي وو.

د ۲۰۱۶ کال د اګسټ پر نهمه احسان الله احسان له بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو، د دوی د بریدونو اصلي هدف به د پاکستان په پنجاب ایالت او نورو لویو ښارونو کې مهمې سیمې وي نوموړي ادعا وکړه چې جګړه به له قبایلي سیمو تر ډېره د پاکستان لویو ښارونو ته وغځوي.

د ۲۰۲۰ د اګسټ پر ۱۷ مه د پاکستان د طالبانو غورځنګ ترې دوه جلا شوې ډلګۍ جماعت الاحرار او حزب الاحرار بېرته له دغه غورځنګ سره د یو ځای کېدو اعلان وکړ.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ هغه مهال وویل، د جماعت الاحرار مشر عمر خالد خراساني او د حزب الاحرار امیر عمر خراساني له تحریک سره په یو ځای کېدو خپلې پخوانۍ ډلې (جماعت الاحرار او حزب الاحرار) لغوه اعلان کړې او ژمنه یې وکړه چې د دوی ډلګۍ به د پاکستان د طالبانو د غورځنګ (ټي ټي پي) "شرعي اصولو "ته ژمنې پاتې کېږي.

د وسله والو مشران یو ځای ټول شوي
د عکس تشریح، د پاکستاني طالبانو یو شمېر ځايي مشران چې په باجوړ او مومندو سیمه کې یې وسله وال فعالیت کاوه.

په رپوټونو کې ویل شوي وو، چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ اوسني مشر نور ولي محسود د دغو ډلو د یو ځایو کېدو لپاره هڅې پيل کړې وې. د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې بیا د غازي میډیا په نوم رسنۍ چې انګېرل کېږي د جماعت الاحرار کسان یې چارې سمبالوي د ټي ټي پي پر مشر نور محسود یې یوه بیان کې تور لګولی و چې د دوی د مشر عمر خالد خراساني په وژنه کې یې ناغېړي کړې. دې بیان سره یو وار بیا د دغې ډلې د اړونده کسانو د تازه اختلاف په تړاو پوښتنې راپورته شوې. بي بي سي ته ویل شوي چې د جماعت الاحرار وسله وال د عمر مکرم خان خراساني په مشرۍ اوس هم په خپلو تشکیلاتو کې فعال دي خو له ټي ټي پي سي سره یې رسمي پرېکون نه دی اعلان کړی. مکرم خان خراساني د عمر خالد خراساني نژدې ملګری او یاور و.

پاکستاني چارواکي بیا خورې ورې وسله والې ډلګۍ ټولې د (ټي ټي پي) تشکیلات ګڼي چې وايي، د یوه فکر لپاره کار کوي او کله کله د امتیاز اخیستو په موخه یا هم د ولسي مرګ ژوبلې پر وخت بېلابېل نومونه کاروي.

د عمر خالد خراساني وژل کېدل

د پاکستان د طالبانو تحریک د ۲۰۲۲ د اګسټ پر نهمه په یوه وینا پاڼه کې ومنله چې عبدالولي مومند مشهور په "عمر خالد خراساني"، چې پخوا یې د مومندو ایجنسۍ په سیمه کې د دغه تحریک مشري کوله، په افغانستان کې وژل شوی دی.

د اعلامیې پر بنسټ، د "عمر خالد خراساني" پر موټر د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ته څېرمه چاودنه شوې. په دغې برید کې د "عمر خالد خراساني" ترڅنګ دوه نور کسان مفتي حسن او حافظ دولت خان هم وژل شوي چې د پاکستان ضد مشهور قومندانان وو.

د تحریک طالبان پاکستان په اعلامیه کې، په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتل شوي وو چې د دې پېښې په اړه څېړنه وکړي او هغه "جاسوسان" په ګوته کړي چې ښايي د دغه غورځنګ د لوړپوړو مشرانو په وژنه کې لاس ولري. د طالبانو حکومت د پېښې په اړه ډېر څه ونه ویل خو د پلټنو خبره یې وکړه. عمر خالد خراساني په ۲۰۱۵ کال کې د ناټو یوه هوايي ګوزار کې هم سخت ټپي شوی و. افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ناټو ځواکونو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو کې د وسله والو ډلو مشران په نښه کول. د هغه د وژل کېدو په تړاو وړاندې څو وارې پاکستاني ځواکونو هم ادعاوې کړې وې څه چې وروسته ناسمې ختلې وې.

عمر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عمر خالد خراساني به ډېره کله د پاکستان له ځايي رسنیو سره هم غږېده.

دغه ځوان وسله وال مشر د خپلو ټوپکوالو په منځ کې په امیر صاحب یادېده، رسنیو کې عمر خالد خراساني بلل کېده او په عامو خلکو کې له باجوړه تر خیبر، سوات او له ډیورنډ کرښې پورې د مومندو عبدالولي په نوم مشهور و. ډېرو سخت زړی قومندان باله. پر ډیورنډ کرښه یې د کونړ او مومندو سیمې ترمنځ د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې سختې جګړې وکړې. د ۲۰۱۰ کال وروستیو کې یې پر کرښه د میټۍ او شونکړۍ سیمو ترمنځ د پاکستاني ځواکونو امنیتي پوستې له منځه یوړې او ګڼ پوځیان یې ووژل. دغلته بیا سخت پوځي عملیات هم وشول چې له سیمې سلګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوې. عمر خالد خراساني هغو کسانو ته مرګونې او ربړونکې سزاګانې ورکولې چې پاکستاني پوځ سره یې همکاري کوله. د دغو سزاګانو ډارونکې ویډګانې به بیا هغه مهال پر ځیرک ټلیفونونو یو بل ته استول کېدلې.

د هغه د کورنۍ غړي وايي " لومړی ځل یې د حرکت اسلامي په نومې وسله والې ډلې سره ملګرتیا پیل کړه چې کشمیر کې د هند خلاف جګړه کوله." د سپټمبر له ۱۱مې وروسته چې افغانستان کې د طالبانو واکمني وپرځېده او څو کاله وروسته د بهرنیو ځواکونو او افغان دولت پر وړاندې جګړه پیل شوه، دی هم لکه د نورو قبایلي ځوانانو په څېر د وسله والو په لیکو کې د افغانستان سوېل ختیځ ولایت پکتیکا ته لاړ "۲۰۰۴ کې یې پکتیکا ته د امریکا خلاف جګړه کې برخه واخیسته." کله چې له هغه ځایه ستون شو، د سوات او باجوړ له یو شمېر مشران سره یو ځای د پاکستاني طالبانو د غورځنګ بنسټګر بیت الله محسود ته ورغلل چې بیا په خپلو سیمو کې د تحریک طالبانو په نوم وسله والي پیل کړه.

له وژل کېدو وروسته یې ملګرو د "سپین جنون" په نوم د شعرونو یو کتاب هم خپور کړی چې تر ډېره په جګړه کې د پایدلي ژوند انځور وړاندې کوي.

پاکستان دی یو داسې سختدریځه جنګیالی باله چې د بریدونو پر مهال یې زړه سوی نه درلوده. ځينو کارپوهانو دا هم ویلي و چې ښايي د پاکستان له حکومت سره د ټي ټي پي خبرې د ده له مرګ وروسته ښې خوا ته لاړې شي.

خبره له دغو شننو اپوټه راوخته، داسې چې د پاکستان او ټي ټي پي تر منځ کړکېچ لا سخت شو. کال وروسته د سولې لپاره د پاکستان د سولې څېړنیزې ادارې خپل رپوټ کې وویل، "په ٢٠٢٣ کال کې د ۱۴ ځانمرګو بریدونو په ګډون ۲۶۲ ترهګریز بریدونه شوي، چې ۴۱۹ کسان یې وژلي او ۷۳۴ نور یې ټپیان کړي دي." دا د ۲۰۲۱ کال پرتله په مرګ ژوبله کې ۲۵ سلنه زیاتوالی و.

که جماعت الاحرار په خپلواکه توګه بیا رامخې ته شي او یا هم د پاکستاني طالبانو تحریک کې دننه وي، له ټولیز ټیکاو او کړکېچ پای ته رسېدو پرته به یې بریدونو کې ډېر بدلون ونه لیدل شي ځکه چې وړې وسله والې ډلې بریدونو کې سیالي او زور ښودل د لا ډېرو امتیازاتو تر لاسه کولو لاره ګڼي، معنا دا چې ډېر تشکیلاتي توپیرونه د جګړې ډګر کې لوی اغېز نه لري او که وي هم لنډه موده وي.